د وزيراعلی علي امين ګنډاپور په مشرۍ كښې د شكايت پورټل (اختيار د اولس) په اړه د جاج اغستو غونډه

پېښور ۔ 18 نومبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی علی امین ګنډاپور په مشرۍ كښې د شكايت پورټل (اختیار د اولس) په اړه غونډه وشوه په كومه كښې چې د اولسي شكايتونو د لرې كولو د صورتحال جاج واغستلے شو۔ د وزیراعلیٰ هاؤس پېښور لخوا د جاري شوي بيان له مخې د اړوندو چارواكو لخوا وزيراعلی ته د شكايتونو د لرې كولو په لړ كښې تر دې دمه …

پېښور ۔ 18 نومبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی علی امین ګنډاپور په مشرۍ كښې د شكايت پورټل (اختیار د اولس) په اړه غونډه وشوه په كومه كښې چې د اولسي شكايتونو د لرې كولو د صورتحال جاج واغستلے شو۔ د وزیراعلیٰ هاؤس پېښور لخوا د جاري شوي بيان له مخې د اړوندو چارواكو لخوا وزيراعلی ته د شكايتونو د لرې كولو په لړ كښې تر دې دمه د شوي پیشرفت په اړه بريفنګ وركړے شو۔ د بريفنګ له مخې په پورټل تر دې دمه 6242 شکایتونه درج كړې شوي ٬ په دې كښې د 2559 اولسي شكايتونو ازاله شوې ۔ د بريفنګ له مخې د نورو 3683 اولسي شكايتونو په لرې كولو كار روان دے۔ تر دې دمه 12 سوه وګړو ته د پورټل د لارې ريليف او 757 ته جزوي ريليف وركړے شو۔ د بريفنګ له مخې په پورټل تر دې دمه 13384 وګړي رجسټرډ شوي ٬ نزدې 300 مېرمنې هم دا پورټل باقاعدګۍ سره كاروي۔ بريفنګ كښې دا هم ووئيل شول چې تر دې دمه پېښور څخه تر ټولو زيات 1458 شكايتونه ترلاسه شوي۔ دغسې په پورټل مردان څخه 405، بنوں څخه 363، ډېرہ اسماعیل خان څخه 335 ٬ اېبټ آباد څخه 344 ٬ مانسهره څخه 277، چارسده څخه 237، هری پور څخه 235، صوابۍ څخه 223 او كوز دير څخه 185 شكايتونه درج كړې شوي۔ د بریفنګ له مخې د ياد شوي پورټل لاندې د اولسي شكايتونو ازالې لپاره 3 څخه تر 7 ورځو وخت ټاكلے شوے۔ په دې مهال وزيراعلی د ځينې اولسي شكايتونو ازاله كښې په غفلت كولو د خشم او مروېتيا څرګندونه كولو سره د دغه شكايتونو د وزیراعلیٰ سېکرټرېټ په كچه د بيا پرانستلو پرېكړه وكړه۔ ده ووئيل د اولسي شكايتونو په وخت او د ا طمينان وړ ازاله د اړوندو چارواكو ذمه واري ده په دې كښې به كومه بې غوري ونه زغملې شي۔ ده ووئيل دا پورټل به لا فعاله كولې شي۔ ده اولس ته غږ وكړو چې هغوي دا پورټل زيات وكاروي۔ ده ووئيل زه د شكايتونو د ازالې پخپله نګراني كوم۔ ده ووئيل په پورټل دې په بهر هېوادونو كښې د مېشته وګړو د شكايتونو اندراج او د هغې ازالېله خصوصي اهتمام وكړے شي۔ دغسې د اطلاعات څانګه دې په دې اړه اولسي شعور بېدارولو له د سوشل ميډيا د لارې كمپائن وچلوي

مزید خبریں