پېښور 16 نومبر (اے پي پي) د عوامی نېشنل ګوند (اے این پی) رهبر اسفندیار ولی خان د سینیټر الیاس احمد بلور په مړينه د غم دړد څرګندونه وكړه۔د اے این پی د اړخه جاري شوې تعزیتی بیان كښې اسفندیار ولی خان ووئيل د سینیټر الیاس بلور وفات نه يواځي د بلور كورنۍ بلكه ټول قومی تحریك لپاره لوئ زيان دے۔هغه خپل ووند د اولسي خدمت او جمهوری اقدارو لپاره …
اسفندیار ولی خان د سینیټر الیاس احمد بلور په مړينه د غم دړد څرګندونه وكړه

مزید خبریں
پېښور 16 نومبر (اے پي پي) د عوامی نېشنل ګوند (اے این پی) رهبر اسفندیار ولی خان د سینیټر الیاس احمد بلور په مړينه د غم دړد څرګندونه وكړه۔د اے این پی د اړخه جاري شوې تعزیتی بیان كښې اسفندیار ولی خان ووئيل د سینیټر الیاس بلور وفات نه يواځي د بلور كورنۍ بلكه ټول قومی تحریك لپاره لوئ زيان دے۔هغه خپل ووند د اولسي خدمت او جمهوری اقدارو لپاره وقف کړې ؤ۔هغه د خپلې دیانتدارۍ، وفادارۍ او قربانو په سوب د قومی تحریك په هر پړاؤ كښې مهم كردار ترسره كړې ۔ الیاس بلور په مشکل حالاتو كښې هم د ګوند سره په مړانه خپل تړون په ځائې ساتلے ؤ۔ اسفندیار ولی خان ووئيل كه آمریت وي يا د ترهه ګرۍ په ضد جنګ الیاس بلور او د هغه د كورنۍ په عزم او حوصلے كښې معمولي فرق نه دې راغلے۔ د الیاس بلور وفات سره د پېښور په سیاست كښې يو عظیم خلا پیدا شوې۔ده دعا اوكړه چې لوے څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د ز غم توفيق وركړي۔









