د ګورنر فیصل کریم کنډی لوك ورثه كښې د خيبر پښتونخوا پویلین دوره

اسلام آباد 15 نومبر (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډی اسلام آباد كښې لوك ورثه فیملی فیسټیول كښې د خېبر پښتونخوا پویلین دوره وكړه،د سندھ د لوبو وزير سید ذوالفقار شاه هم ده سره وو۔په دې موقع جی اېم سجاد حمید، ډائریکټر ټورازم اتھارټی عمر ارشد خان د خېبرپښتونخوا ګورنر ته چترالی پګړۍ په سر كولو سره هغه له روایتی څادر وركړو۔د خېبرپښتونخوا ګورنر د خېبر پښتونخوا …

اسلام آباد 15 نومبر (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډی اسلام آباد كښې لوك ورثه فیملی فیسټیول كښې د خېبر پښتونخوا پویلین دوره وكړه،د سندھ د لوبو وزير سید ذوالفقار شاه هم ده سره وو۔په دې موقع جی اېم سجاد حمید، ډائریکټر ټورازم اتھارټی عمر ارشد خان د خېبرپښتونخوا ګورنر ته چترالی پګړۍ په سر كولو سره هغه له روایتی څادر وركړو۔د خېبرپښتونخوا ګورنر د خېبر پښتونخوا د بېلو سيمو سټالونو دوره وكړه۔ده په سټالز د موجود فن کارو سره يۍ خبرې اترې وكړې۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر د ډیره اسماعیل خان نوموړي جندری کار سټالز كښې خوښي ولرله۔ده هلته روایتی ډش ثوبت لګولې شوي ثوبت ګھر سټالز كښې د یارك ثوبت اوخوړلو او اونر سعید له ئې شاباشې وركړو۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر د پښتو موسیقۍ سټالونو كښې د فنکارو سره ملاقات كولو سره سندرغاړو له داد وركړو۔ګورنر د پېښور قهوه سټالز كښې كېښناستلو سره قهوه هم وڅښله۔د خېبر پښتونخوا ګورنر ووئيل زمونږ صوبه په هر لحاظ سره صلاحیت لرونكي كسان لري،مونږ له به د خپلې صوبې رڼاګاني بيرته بحالولو له يو موټې كېدل وي۔ د خېبرپښتونخوا پویلین كښې ماشومانو او وګړو د خېبرپښتونخوا ګورنر سره سیلفۍ جوړې كړې۔ ګورنر دغلته د خېبر پښتونخوا ټورازم ډویلپمنټ اتھارټی انتظامات هم وستائل۔

مزید خبریں