اسلام آباد 14 نومبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د پاكستان پيپلز پارټۍ اقليتي ونګ پنځلس كسيزه پلاوي ډويژنل صدر ايلے صادق په مشرۍ كښې په ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړې۔پخوانې وفاقي وزير ساجد حسېن طوري هم په ملاقات كښې موجود وو۔په ملاقات كښې په صوبه كښې د مذهبي همغږۍ او اقليتونو حقونو په اړه د خيالاتو څرګندونه كړېپلاوي راتلونكې مياشت كرسمس دستورې په اړه ګورنر هاؤس …
د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د پاكستان پيپلز پارټۍ اقليتي ونګ پنځلس كسيزه پلاوي ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد 14 نومبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د پاكستان پيپلز پارټۍ اقليتي ونګ پنځلس كسيزه پلاوي ډويژنل صدر ايلے صادق په مشرۍ كښې په ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړې۔پخوانې وفاقي وزير ساجد حسېن طوري هم په ملاقات كښې موجود وو۔په ملاقات كښې په صوبه كښې د مذهبي همغږۍ او اقليتونو حقونو په اړه د خيالاتو څرګندونه كړېپلاوي راتلونكې مياشت كرسمس دستورې په اړه ګورنر هاؤس كښې دستورې كولو په اړه خواست هم كړی۔پلاوي په تهكال فيډر د برېښنا زيات لوډشېډنګ خاتمې٬شمشان ګهاټ لپاره د فنډز جاري كولو ٬اقليتي ورورولۍ لپاره ملازمينو كوټې زياتولو او اقليتي ماشومانو لپاره اسكالرشپس وركولو غوښتنه هم وړاندې كړی۔په دې موقع ګورنر فيصل كريم كنډي ووئيل چې د برېښنا لوډشېډنګ په اړه به د واپډا چارواكو سره خبره وكړم۔د برېښنا غلا خاتمې لپاره وګړو له خپل كردار ترسره كولو ته اړتيا ده۔زياتي برېښنا غلا كونكو سيمو كښې لوډشېډنګ زيات كېږي۔ګورنر وئويل چې د اقليتي چارو وفاقي وزير سره په ملاقات كښې د شمشان ګهاټ لپاره د فنډز جاري كولو پشمول نورو اقليتي ورورولۍ سره په مسئلو خبره شوې۔ايډورډ كالج كښې 25 سكالرشپس اقليتونو لپاره بېلې كړی٬نورو تعليمي ادارو كښې هم اقليتونو بچو آسانيو او اسكالرشپس وركولو اقدامات پورته كوو









