د كوسټر پېښې 14 كسان په استور كښې خاورو ته وسپارلے شول، د 11 بے دركه كسانو لټون روان دے

استور 14 نومبر (اے پي پي) د كوسټر په پېښه كښې په حق رسيدلي 14 كسان خپلو پلرنۍ سيمو كښې خاورو ته سپارلې شوي ۔ د حق رسيدليو كسانو د جنازې مونځ په مركزي امام بارګاه عیدګاه كښې ادا كړے شو،د جنازې په مونځ كښې انتظامی مشرانو ٬ سول سوسائټۍ په ګڼ شمير ګډون وكړو۔مړي كلو ته په رسولو په هر لوري غم ؤ، 10 كسان موز پریشنګ تھینګ ، …

استور 14 نومبر (اے پي پي) د كوسټر په پېښه كښې په حق رسيدلي 14 كسان خپلو پلرنۍ سيمو كښې خاورو ته سپارلې شوي ۔ د حق رسيدليو كسانو د جنازې مونځ په مركزي امام بارګاه عیدګاه كښې ادا كړے شو،د جنازې په مونځ كښې انتظامی مشرانو ٬ سول سوسائټۍ په ګڼ شمير ګډون وكړو۔مړي كلو ته په رسولو په هر لوري غم ؤ، 10 كسان موز پریشنګ تھینګ ، 2 كسان مشكے كلي ، يوه ميرمن پكوره كلي او يوه بله ميرمن رحمان پور كښې خاورو ته وسپارلې شوه۔بل خوا ریسكیو 1122 ګلګت، دیامر او د استور ډلو د لټون كار ترسره كوي دغسې ګڼ شمير ځائې رضاكار هم په دې مهال مرسته كوي۔ دوي ووئيل د 11 بے دركه كسانو لټون كار روان دے۔

مزید خبریں