د رائیونډ تبلیغی اجتماع دويم پړاؤ هم پايے ته ورسيد ٬ اختتامي دعا مولانا ابراهیم دیوله وكړه ٬ وياند

لاهور۔10نومبر(اے پی پی) د رائیونډ تبلیغی اجتماع دويم پړاؤ هم د اتوار په ورځ پايې ته ورسېد۔ مولانا ابراهیم دیوله اختتامي دعا وكړه۔ د وياند له مخې د اجتماع په اولنۍ ورځ په 7 نومبر د زيارت په ورځ د ماځيګر لمونځ څخه وروستو مولانا نذر الرحمن او د ماښام لمونځ څخه وروستو مولانا ابراهیم دیوله خطاب وكړو۔ په 8 نومبر د جمعې په ورځ د سهار لمونځ څخه وروستو …

لاهور۔10نومبر(اے پی پی) د رائیونډ تبلیغی اجتماع دويم پړاؤ هم د اتوار په ورځ پايې ته ورسېد۔ مولانا ابراهیم دیوله اختتامي دعا وكړه۔ د وياند له مخې د اجتماع په اولنۍ ورځ په 7 نومبر د زيارت په ورځ د ماځيګر لمونځ څخه وروستو مولانا نذر الرحمن او د ماښام لمونځ څخه وروستو مولانا ابراهیم دیوله خطاب وكړو۔ په 8 نومبر د جمعې په ورځ د سهار لمونځ څخه وروستو مولانا ربیع الحق (بنګله دېش) ، د جمعې لمونځ څخه وروستو مولانا اسماعیل ګودرہ، د ماځيګر لمونځ څخه وروستو مولانا فاروق او د ماښام لمونځ څخه وروستو مولانا احمد لاډ بيان وكړو۔ په 9 نومبر د خالي په ورځ د سهار لمونځ څخه وروستو بيان مولانا عبد الرحمن ، ماسپخين څخه وروستو فاروق بنګلور ، ماځيګر څخه وروستو مولانا زبېر الحسن او ماښام څخه وروستو مولانا ابراهیم دیوله وكړو۔ د اجتماع په وروستۍ ورځ د سهار لمونځ څخه وروستو هدايت مولانا عبیداللہ خورشید بيان كړل او دعا ابراهيم دېوله وكړه۔ په دې موقعه علماﺀ كرامو دنياوي ژوند كښې كاميابۍ لپاره په اسوه حسن او قرآني تعليمات د عمل كولو تلقين وكړو۔ مولانا ابراهیم دیوله اسلامي نړۍ ٬ دفلسطين او كشمير مسلمانانو آزادۍ او په پاكستان كښې امن او سلامتيا له دعا وكړه۔ د هر كال په څير دا ځل هم اجتماع په دوه پړاؤنو كښې وېشلې شوې وه په اولني پړاؤ كښې د لاهور ، پېښور ، ملتان او كوئټه ډويژن احبابو سره سره بهر هېوادونو څخه ګڼ شمېر مندوبينو او علماﺀ كرامو ګډون وكړو۔ په دويم پړاؤ كښې هم فېصل آباد ، سوات ، ډیرہ اسماعیل خان او د كراچۍ ډويژن په شمول بهر هېوادونو څخه ګڼ شمېر احبابو ٬ مندوبينو او علماﺀ كرامو ګډون وكړو۔

مزید خبریں