د چمن په تاريخ كښې په ورومبي ځل د لوړو زده كړو فيسټيول كيږي

كوئټه 08 نومبر(اے پي پي ) د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي٬د بلوچستان چيف سېكرټري شكيل قادر خان او د بلوجستان اسمبلۍ سپيكر كيپټن ريټائرډ عبدالخالق اچكزئي په خاص هدايات د كوئټې ډويژن كمشنر حمزه شفقات او د چمن ډي سي حبيب احمد بنګلزئی په مشرۍ كښې د چمن په تاريخ كښې په وړومبي ځل د لوړو زده كړو فيسټيول كېږي۔په دې فيسټيول كښې د كوئټې ډويژن كمشنر٬د صوبې نورو …

كوئټه 08 نومبر(اے پي پي ) د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي٬د بلوچستان چيف سېكرټري شكيل قادر خان او د بلوجستان اسمبلۍ سپيكر كيپټن ريټائرډ عبدالخالق اچكزئي په خاص هدايات د كوئټې ډويژن كمشنر حمزه شفقات او د چمن ډي سي حبيب احمد بنګلزئی په مشرۍ كښې د چمن په تاريخ كښې په وړومبي ځل د لوړو زده كړو فيسټيول كېږي۔په دې فيسټيول كښې د كوئټې ډويژن كمشنر٬د صوبې نورو كالجونو او سكولونو پرنسپلز او زده كوونكي ګډون كوي۔ په دې لړ كښې به د 12 نه تر 14 نومبر چمن ايجوكېشنل فيسټيول كولې شي چې پكښې د بېلو سكولونو او كالجونو زده كوونكو ترمينځه د تقريرونو او پوسټرز مقابلې ٬ سائنس ایګزیبیشن٬د جرائم په ضد خبرتيا او دغسې د شعر او شاعرۍ دستورې كولې شي۔په دې موقع د چمن ډپټي كمشنر ووئيل د چمن لوړو زده كړو فيسټيول پروګرامونو ته حتمي شكل وركړے شوے٬د چمن په ګورنمنټ ووېمن كالج او د چمن ګورنمنټ بوائز هائي سيكنډري سكول كښې به پروګرامونه كولې شي۔

مزید خبریں