د فلسفي شاعر علامه اقبال ؒ د زيږيدنې ورځ سبا لمانځلې شي

فېصل آباد۔ 08 نومبر (اے پی پی) د پاكستان د مفكر ،حکیم الامت، فلسفي شاعر علامه اقبال ؒ چا چې په 9 نومبر 1877 سيالكوټ كښې سترګې غړولې وې د زېږېدنې ورځ سبا د خالي په ورځ د نومبر په 9 مه نېټه په ګرد هېواد كښې لمانحلې شي۔ په دې موقع به د صوبائي سر ښار په شمول په ټولو ډویژنل، ضلعی، سټی هېډ کوارټرز كښې د نظریه پاکستان …

فېصل آباد۔ 08 نومبر (اے پی پی) د پاكستان د مفكر ،حکیم الامت، فلسفي شاعر علامه اقبال ؒ چا چې په 9 نومبر 1877 سيالكوټ كښې سترګې غړولې وې د زېږېدنې ورځ سبا د خالي په ورځ د نومبر په 9 مه نېټه په ګرد هېواد كښې لمانحلې شي۔ په دې موقع به د صوبائي سر ښار په شمول په ټولو ډویژنل، ضلعی، سټی هېډ کوارټرز كښې د نظریه پاکستان فاؤنډېشن، تحریک پاکستان ورکرز ټرسټ، علامه اقبال لورز فېډرېشن،اقبال اکېډمي او بېلو نورو تنظيمونو تر سېوري لاندې خصوصي دستورې ٬ سيمينارونه ٬ كنفرنسونه ٬ مذاكرې ٬ مباحثې ٬ تقرري مقابلې او نور پروګرامونه كولې شي په كومو كښې به چې فلسفي شاعر ته په تحريك پاكستان كښې او اسلامي نړۍ لپاره په وړاندې كړو خذمات د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولې شي۔ په دې ورځ به مركزي دستوره د فلسفي شاعر په مزار كولې شي په كومه كښې به چې ګارډ آف آنر وړاندې كولې شي او كېډټس به بدلولې شي۔ په دې ورځ به د سهار مونځ څخه وروستو په ټولو جوماتونو كښې قرآن خواني او د مقدسو محفلونو اهتمام كولې شي په كومو كښې به چې د هېواد او اولس سوكالۍ ٬ حفاظت ٬ د قانون او اسلام سرلوړۍ ٬ د مسلمانانو يووالي ٬ معاشي او اقتصادي استحكام او اولسي خېر ښېګړې له دعاګانې غوښتلې شي۔ په دې موقع به په الېکټرانک میډیا د خصوصي پروګرامونو او پرنټ ميډيا د خصوصي مضمونونو د خپرولو اهتمام كولې شي

مزید خبریں