د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی علي امين خان ګنډا پور په مشرۍ كښې د ايپكس كمېټۍ مهمه غونډه٬د امن او امان مجموعي صورحال تفصيلي جاج واغستلے شو

پیښور 07 نومبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا اعلٰی وزير علي امين خان ګنډا پور په مشرۍ كښې د ايپكس كمېټۍ مهمه غونډه د زيارت په ورځ پیښور وزيراعلٰی سېكرټرېټ كښې وشوه۔د وزيراعلٰی د خزانې صلاحكار مزمل اسلم٬د پېښور كور كمانډر لېفټيننټ جنرل عمر احمد بخاري٬چيف سېكرټري نديم اسلم چوهدري او آئي جي پي اختر حيات خان ګنډا پور نه علاوه اعلٰی سول او عسكري چارواكو په غونډه كښې ګډون وكړو۔په غونډه …

پیښور 07 نومبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا اعلٰی وزير علي امين خان ګنډا پور په مشرۍ كښې د ايپكس كمېټۍ مهمه غونډه د زيارت په ورځ پیښور وزيراعلٰی سېكرټرېټ كښې وشوه۔د وزيراعلٰی د خزانې صلاحكار مزمل اسلم٬د پېښور كور كمانډر لېفټيننټ جنرل عمر احمد بخاري٬چيف سېكرټري نديم اسلم چوهدري او آئي جي پي اختر حيات خان ګنډا پور نه علاوه اعلٰی سول او عسكري چارواكو په غونډه كښې ګډون وكړو۔په غونډه كښې د امن اوامان مجموعي صورتحال تفصيلي جاج واغستلے شو او ځينې ضلعو كښې د امن او امان خراب صورتحال ښه كولو لپاره نوې لائحه باندې د غور نه پس مهمې پريكړې وكړي شوې ۔په دې موقع بېلو پیښو كښې د امنيتي ځواكونو او قانون نافذ كونكو ادارو شهيدانو لپاره فاتحه خواني وشوه او د امن او امان لپاره د خپلو ځانونو قربانۍ وركوونكو شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړی شوې۔په غونډه كښې د ترهه ګرۍ ناسور مخ نيوي لپاره سول حكومت٬سيكورټي فورسز او د اولس شريكو هڅو جاري ساتلو په ضرورت زور راوړولو سره د صوبې په ځينې سيمو كښې د امن او امان په اړه پوليس ته د ليډ رول وركولو پريكړه وشوه ۔دغسې په صوبه كښې د امن او امان ښه والي لپاره پوليس او د سول انتظاميې استعداد نور ښه كولو په ضرورت اتفاق كولو سره پوليس ته بلټ پروف ګاډي زر وركولو او په خالي چوكو د بهرتۍ كولو پريكړه هم وشوه ۔وزيراعلٰی په دې موقع د امنيتي ځواكونو شهيدانو كورنيو لپاره د مهم اقدام په توګه صوبې سره تعلق لرونكو د پاك پوځ او اېف سي د تېرو 6 مياشتو په مهال د شهيدو شوو 178 شهيدانو كورنيو لپاره د پیکج وركولو پريكړه وكړه چې له مخې يې د شهيدو شيو سپاهيانو كورنيو ته د 10 لكه روپو او افسرانو كورنيو له 20 لكه روپۍ مقرر كړې شوي ۔دغسې د پاك پوځ او اېف سي شهيدانو بچي پوليس او سركاري محكمو كښې د بهرتي كولو هم پريكړه وشو ه۔په غونډه كښې كرم ضلع كښې د امن اوامان موجوده صورتحال په خاص توګه غور وكړے شو او هلته د امن او امان د خراب صورتحال وجوهات او محركات تفصيلي جاج واخستلے شو ۔په غونډه كښې پريكړه وشوه چې په سيمه كښې به د امن راوستو٬د خلقو دځان او مال تحفظ او د حكومت عملدارۍ لپاره ترلاسه ټول آپشنز كارولې شي۔په غونډه كښې د ضم شوو ضلعو خلقو د ژوند معيار ښه كولو او سماجي او اقتصادي پرمختګ ته د خاص پام كولو په ضرورت هم اتفاق وكړے شو ٬ دوي ووئېل د خېبرپښتونخوا حكومت د ترهه ګرۍ په ضد كاروائيو لپاره د آئين آرټيكل-245 له مخې د پاك پوځ خذمات ترلاسه كړي او په دې لړ كښې پوځ٬پوليس او سول انتظاميې سره په ګډه د قدر وړ كردار ادا كوي۔په فورم كښې په دې خبره زور راوړولے شو چې پوخ امن لپاره د اولس مرسته٬ دټولو شراكتدارو پشمول حكومت٬پوځ ٬ پوليس او انتظاميه بنيادي حېثيت لري۔وزيراعلٰی غونډې ته په خبرو كښې ووئيل امن ته مونږ وړومبۍ پام لرنه كوو ٬په دې به كومه سمجهوته نه كېږي٬د امن او امان لپاره سول حكومت٬انتظاميه او پوځ ټول په يو پيج دي او په ګډه به هڅې جاري ساتلې شي۔علي امين ګنډا پور ووئيل د ترهه ګرۍ خاتمه او د امن او امان قيام د ټولو شريك مقصد او هدف دے٬دا زمونږ ټولو شريك جنګ دے٬دا په ګډه ګټلې شي٬ دې مقصد لپاره حكومت٬پوځ پوليس او انتظاميه په ګډه د يوې ډلې په توګه كار كوي۔وزيراعلٰی ووئيل په صوبه كښې د امن او امان لپاره د پاك پوځ هڅې او د حكومت سره مرسته د ستائنې وړ ده۔د امن لپاره د پاك پوځ ځوانان چې كومې قربانۍ وركوي٬مونږ د هغوي قربانيو ته سلام كوو۔۔

مزید خبریں