ډیرہ غازي خان۔ 07 نومبر (اے پي پي)د ډیرہ غازي خان خواته سيمه سخی سرور ټول پلازہ سره نزدې د شخصی سکول وین او ټرک په ټكر كښې 4 كسان په حق ورسېدل او 6 ژوبل شول ۔ د ریسکیو 1122 تر مخه پیښه كښې د سکول پرنسپل امجد امین بشمول درې مېرمنې استاذانې په هغه دم په حق ورسېدې چې پكښې د 19 كالو نوشین ولد درمحمد، د 58 …
ډیرہ غازي خان ، د سکول وین او ټرک تر مينځه ټكر كښې 4 كسان په حق ورسېدل ،6 ژوبل شول
ډیرہ غازي خان۔ 07 نومبر (اے پي پي)د ډیرہ غازي خان خواته سيمه سخی سرور ټول پلازہ سره نزدې د شخصی سکول وین او ټرک په ټكر كښې 4 كسان په حق ورسېدل او 6 ژوبل شول ۔ د ریسکیو 1122 تر مخه پیښه كښې د سکول پرنسپل امجد امین بشمول درې مېرمنې استاذانې په هغه دم په حق ورسېدې چې پكښې د 19 كالو نوشین ولد درمحمد، د 58 كالو امجد امین ولد کرم حسین ٬ د 22 كالو کرن بی بی ولد بګا خان او د 23 كالو طاهرہ ولد محمد شریف شاملې دي ۔ د ریسکیو 112 چارواكو ووئېل کنټرول روم ته کال تر لاسه شو چې هائي ایس او ټرک ټكر شوي ۔ جې پكشې نزدې 10 كسان ژوبل دي ۔کنٹرول روم سمدستي 5 ایمبولنسز ٬ يو موټر بائک ایمبولنس او يو فائر وهیکل او دوه ریسکیو وهیکل د پیښې ځائے ته روان كړل ۔۔ریسکیو 1122 ډلې چې د پیښې ځائے ته ورسېدې نو 4 كسان په هغه دم مړه شوي وو او 6 استاذانې ژوبل شوې وې ۔ ژوبل شوي ټیچنګ هسپتال ډیرہ غازي خان ته منتقل کړے شوي او مړي د قانوني کارروائۍ نه پس وارثانو ته سپارلې شوي دي












