د نيشنل ډيفنس پوهنتون سيكيورټي وركشاپ ګډون كوؤنكو د ګورنر هاؤس پيښور دوره وكړه ٬ ګورنر فيصل كريم كنډي سره ملاقات

پېښور ۔ 06 نومبر (اے پی پی) د نيشنل ډيفنس پوهنتون سيكيورټي وركشاپ ګډون كوؤنكو د ګورنر هاؤس پيښور دوره وكړه او ګورنر فيصل كريم كنډي سره يۍ ملاقات وكړو۔ د وركشاپ په ګډون كوؤنكو د مشتمل پلاوي مشري ډي جي انسټیټیوټ آف اسټرېټېجک اسټډیز اېنډ ریسرچ انالائزز مېجر جنرل رضا ایزاد كوله۔ ګورنر د وركشاپ ګډون كوؤنكو ته ګورنر هاؤس ته په راتللو هركلے اووې او دوئي يۍ د …

پېښور ۔ 06 نومبر (اے پی پی) د نيشنل ډيفنس پوهنتون سيكيورټي وركشاپ ګډون كوؤنكو د ګورنر هاؤس پيښور دوره وكړه او ګورنر فيصل كريم كنډي سره يۍ ملاقات وكړو۔ د وركشاپ په ګډون كوؤنكو د مشتمل پلاوي مشري ډي جي انسټیټیوټ آف اسټرېټېجک اسټډیز اېنډ ریسرچ انالائزز مېجر جنرل رضا ایزاد كوله۔ ګورنر د وركشاپ ګډون كوؤنكو ته ګورنر هاؤس ته په راتللو هركلے اووې او دوئي يۍ د ګورنر هاؤس آئيني ذمه وارو او تاريخي پس منظر څخه خبر كړل۔ پلاوي ګورنر څخه د صوبې د وضعې ٬ د لوړو زده كړو تعليمي ادارو مسئلو او د صوبې د قدرتي پنګو په شمول د بېلو چارو په اړه پوښتنې وكړې۔ په دې موقعه خپلو خبرو كښې ګورنر ووئيل خېبرپښتونخوا د خپل طول وعرض له امله د هېواد د نورو صوبو په مقابل كښې يو ځانګړے حېثيت لري٬ دا صوبه افغان پولې سره ده۔ افغانستان سره د تلو راتلو 7 پوله ايزې لارې دي كومې چې بايد پرانستلې شي۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا ضم شوې ضلعې په بېلو دورونو كښې د بېلو جنګونو د لاسه زياتې ځپلې شوي۔ قبائلي سيمې په صوبه كښې ضم كړې شوي خو دوئي ته خپل حق ورنه كړے شو۔ ده ووئيل د افغان وروڼو مو په كلونو كلونو مېلمستيا كړې٬ وېزا سره اړوندې چارې به آسانول وي۔ ده وويئل افغانستان او ايران سره بايد منډيانې پرانستلې شي۔ ده ووئيل چارې به د خبرو اترو د لارې حل كول وي۔ ده ووئيل تر ټولو زيات پام بايد خېبر پښتونخوا او بلوچستان ته وګرځولے شي۔ ده ووئيل خېبر پښتونخوا ته د تېل او ګاز رائلټي ، د اوبو شئېر تر نن ورځې نه دي ترلاسه شوي ۔ د ورکشاپ ګډون كوؤنكو كښې پارليماني غړي ٬ اکېډیمیا، بېوروکرېسی، بزنس کمیونټی، میډیا پرنسز او د سول سوسائټي په شمول د ژوند نورو څانګو سره تعلق لرونكي وګړي شامل وو

مزید خبریں