د رائیونډ تبلیغی اجتماع دويم پړاؤ سبا پيل كيږي

لاهور۔ 6 نومبر(اے پي پي) د رائیونډ نړيوالې تبلیغي اجتماع دويم پړاؤ سبا د نومبر په 7 مه نېټه زيارت ورځې څخه پېل كيږي۔ د وياند له مخې د رائيونډ تبليغي اجتماع دويم پړاؤ به په 10 نومبر پايې ته ورسي ، د دويم پړاؤ دې اجتماع كښې به د فېصل آباد ،سوات ، ډېرہ اسماعیل خان او کراچۍ ډویژن احباب ګډون كوي٬ په اجتماع كښې د ګډون كوؤنكو مخ …

لاهور۔ 6 نومبر(اے پي پي) د رائیونډ نړيوالې تبلیغي اجتماع دويم پړاؤ سبا د نومبر په 7 مه نېټه زيارت ورځې څخه پېل كيږي۔ د وياند له مخې د رائيونډ تبليغي اجتماع دويم پړاؤ به په 10 نومبر پايې ته ورسي ، د دويم پړاؤ دې اجتماع كښې به د فېصل آباد ،سوات ، ډېرہ اسماعیل خان او کراچۍ ډویژن احباب ګډون كوي٬ په اجتماع كښې د ګډون كوؤنكو مخ په زياتېدونكې شمېرې تر مخه پراخه انتظامات شوي۔ د رېلوے چارواكو لخوا به كراچۍ څخه رائيونډ لپاره خصوصي ټرېنونه چلولې شي۔ بلخوا د ضلعي انتظاميې ٬ رېلوے پوليس ٬ نېشنل هائی وے اېنډ موټر وے پولیس ،پنجاب پولیس ، د روغتيا څانګې ، بم ډسپوزل سکواډ ، سالډ وېسټ مېنجمنټ ، لېسکو او اېم سی اېل په شمول د نورو ادارو لخوا انتظامات پېل كړې شوي۔ وياند له مخې د اجتماع تالار كښې كاركنانو لخوا د خېمو لګولو كار بشپړ كړے شو۔

مزید خبریں