پېښور۔ 06 نومبر (اے پي پي) د خیبرپښتونخوا حکومت د سود نه پاک احساس قرضه سکیم پېل كولو له اقدامات مکمل کړي ، د سود نه پاک احساس قرضه پروګرام په اړه غونډه د وزیراعلیٰ د خزانې صلاحكار مزمل اسلم په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د هاؤسنګ خاص مرستيال ډاکټر امجد علي ، د ټیکنیکل ایجوکیشن و ووکیشنل ټریننګ معاون طفیل انجم او سیکرټري زکواة نظرحسین شاہ بشمول نورو …
پیښور ٬ د خیبرپښتونخوا حکومت د سود نه پاک احساس قرضه سکیم له اقدامات مکمل کړل
پېښور۔ 06 نومبر (اے پي پي) د خیبرپښتونخوا حکومت د سود نه پاک احساس قرضه سکیم پېل كولو له اقدامات مکمل کړي ، د سود نه پاک احساس قرضه پروګرام په اړه غونډه د وزیراعلیٰ د خزانې صلاحكار مزمل اسلم په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د هاؤسنګ خاص مرستيال ډاکټر امجد علي ، د ټیکنیکل ایجوکیشن و ووکیشنل ټریننګ معاون طفیل انجم او سیکرټري زکواة نظرحسین شاہ بشمول نورو اړوندو ګډون وكړو ،غونډې ته ووئېل شول د سود نه پاک احساس قرضه سکیم تر مخه به تر پةنځو كلونو قرضه وركولې شي ، د سود نه پاک قرض به د وړوكي کاروبار او كور جوړولو لپاره وركولې شي ،غونډې ته د خزانې صلاحكار مزمل اسلم ووئېل احساس قرضه سکیم سره به د کاروبار نوې موقعې راپیدا شي او د اولس روزګار سره به د غربت خاتمه ممکن كرې شي، ده ووئېل په وړومبي پراؤ كښې د يو ارب روپو د سود نه پاک قرضه سکیم پېل كولې شي او د سود نه پاک احساس قرضه سکیم تر مخه به 5 لاکھه روپو پورې قرضه وركولې شي ۔












