پېښور 05 نومبر(اے پی پی) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د تحريك نفاذ فقه جعفريه پلاوي د صوبائي صدر سيد غضنفر علي شاه په مشرۍ كښې په ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړے ۔د پېښور ګورنر هاؤس چارواكو لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې پلاوي كښې سینئرنائب صدر مولانا ملک اجلال الحیدري، صوبائي نائب صدر ذوالفقار حیدرجمیل، ایډوکیټ ذوالنورین حیدر او نور اړوند كسان شامل وو۔پلاوي ګورنر ته د …
د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د تحريك نفاذ فقه جعفريه پلاوي ملاقات

مزید خبریں
پېښور 05 نومبر(اے پی پی) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د تحريك نفاذ فقه جعفريه پلاوي د صوبائي صدر سيد غضنفر علي شاه په مشرۍ كښې په ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړے ۔د پېښور ګورنر هاؤس چارواكو لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې پلاوي كښې سینئرنائب صدر مولانا ملک اجلال الحیدري، صوبائي نائب صدر ذوالفقار حیدرجمیل، ایډوکیټ ذوالنورین حیدر او نور اړوند كسان شامل وو۔پلاوي ګورنر ته د خېبرپښتونخوا پشمول په ټول هېواد كښې د امن او امان راوستلو او د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره د نېشنل ايكشن پلان په ټولو شقونو د عملدرآمد غوښتنه وكړ ه۔پلاوي په كالعدم ګوندونو په عملي توګه بندېز٬پیښور پاړا چنار روډ محفوظولو او د هلته مېشته كسانو لپاره متبادل لارو جوړولو او د پولې پورې غاړه څخه د دراندازۍ مخ نيوي په اړه خپلې غوښتنې وړاندې كړي۔پلاوي اوركزئي كښې د ميراحمد شاه مزار لاره بندولو او د مزار جوړولو هم غوښتنه وكړ ه۔پلاوي سره په ملاقات كښې د خېبرپښتونخوا ګورنر ووئيل په صوبه كښې امن او امان راوستل زمونږ ټولو مهمه شريكه ذمه واري ده٬هيله ده چې مونږ ټول به په كډه صوبه د امن مركز كړو ۔ده ووئيل لويې څښتن زمونږ صوبې ته ښكلا او وسائل وركړي٬د دې صوبې كلتور او قدرتي حسن له امله خلق دلته راتلل غواړي









