د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټی سره د پنجاب ګورنر سردار سلیم حیدر خان ملاقات

كوئټه 04 نومبر (اے پی پی) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټی سره د ګل په ورځ د پنجاب ګورنر سردار سلیم حیدر خان چیف منسټر سیكرټریټ كوئټه كښې ملاقات وكړو ۔ملاقات كښې د شريكي خوښې په چارز د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ملاقات كښې د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټی د پنجاب ګورنر صوبه كښې د ګډ ګورننس، صحت ، تعلیم پشمول بېلو څانګو كښې اصلاحات او ښه والي له د …

كوئټه 04 نومبر (اے پی پی) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټی سره د ګل په ورځ د پنجاب ګورنر سردار سلیم حیدر خان چیف منسټر سیكرټریټ كوئټه كښې ملاقات وكړو ۔ملاقات كښې د شريكي خوښې په چارز د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ملاقات كښې د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټی د پنجاب ګورنر صوبه كښې د ګډ ګورننس، صحت ، تعلیم پشمول بېلو څانګو كښې اصلاحات او ښه والي له د روانو اقداماتو څخه خبر كړو۔د پنجاب ګورنر سردار سلیم حیدر خان بلوچستان كښې په روانو اولسي ښېګړې منصوبو د خوشحالۍ څرګندوني سره د میر سرفراز بګټی وژن وستائېلو۔ ملاقات كښې دواړو لارښودو د صدر مملكت آصف علي زرداري زر روغتيا له دعا او د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ملاقات كښې د بلوچستان صوبائی وزيران میر صادق عمراني ، میر عاصم كرد ګیلو، حاجي علي مدد جتك، بخت محمد كاكړ هم موجود وو۔