مولانا فضل الرحمن سره د ضم شوو ضلعو د هلال احمر چیئرمېن عمران وزیر ملاقات

پېښور 04 نومبر (اے پي پي) د جے یو آئی (ف) مشر مولانا فضل الرحمن سره د ضم شوو ضلعو د هلال احمر چیئرمېن عمران وزیر ایډوکیټ ملاقات كړے۔ ملاقات كښې د هلال احمر چیئرمېن د خپلې ادارې د كلن رپورټ كاپي مولانا فضل الرحمان ته وركړه ۔مولانا فضل الرحمن د ادارې په کارکردګۍ او پراجیکټس چیئرمېن عمران وزیر ته پيرزوئنې وړاندې كړې او د اولسي خدمت په مشن كښې …

پېښور 04 نومبر (اے پي پي) د جے یو آئی (ف) مشر مولانا فضل الرحمن سره د ضم شوو ضلعو د هلال احمر چیئرمېن عمران وزیر ایډوکیټ ملاقات كړے۔ ملاقات كښې د هلال احمر چیئرمېن د خپلې ادارې د كلن رپورټ كاپي مولانا فضل الرحمان ته وركړه ۔مولانا فضل الرحمن د ادارې په کارکردګۍ او پراجیکټس چیئرمېن عمران وزیر ته پيرزوئنې وړاندې كړې او د اولسي خدمت په مشن كښې يې د مرستي باور وركړو۔ مولانا فضل الرحمان ووئيل د قبائل اولس د سخت دور څخه تير شوے۔ ګرنمنټ او نوري فلاحی اداري بايد هر ممكنه مرسته وكړي۔ده ووئيل هلال احمر د ضم شوو ضلعو د اولس په هر مشكل وخت كښې مرسته كړې۔په دې ټول سټاف او رضاکارو له مباركي وركوم