پېښور 29 اکتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ علي امين خان ګنډا پور اورکزئۍ كښې د پوليو مخنيوي په ډله د نامعلومو كسانو د اړخه د ډزو پېښي غندنه كولو سره د پوليس اعليٰ چارواكو څخه رپورت غوښتے دے۔خپل يو بيان كښې ده په پېښه كښې د يو پوليس اهلكار په شهادت د هغه د كورنۍ سره غمرازي ښكاره كولو سره د حق رسېدلې د لوړو درجو او …
د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ اورکزئۍ كښې د پوليو مخنيوي په دله د ډزو غندنه وكړه

مزید خبریں
پېښور 29 اکتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ علي امين خان ګنډا پور اورکزئۍ كښې د پوليو مخنيوي په ډله د نامعلومو كسانو د اړخه د ډزو پېښي غندنه كولو سره د پوليس اعليٰ چارواكو څخه رپورت غوښتے دے۔خپل يو بيان كښې ده په پېښه كښې د يو پوليس اهلكار په شهادت د هغه د كورنۍ سره غمرازي ښكاره كولو سره د حق رسېدلې د لوړو درجو او غمجني كورنۍ زغم لپاره دعا اوكړه۔ده په پېښه كښې د ژوبل اهلکارو زر روغتيا له هم د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ده ووئيل صوبائي حکومت به د شهيد اهلكار كورنۍ يواځي نه پريږدي او د هغوي به هر ممكن معاونت کولې شي۔د پوليو مخنيوي ډلې په نخښه كوونكې زمونږ د ماشومانو د سباؤن دښمنان دي۔د پوليو مخنيوي په ډله بريد د افسوس وړ او ناوړه اقدام دے،بريد كښې ككړ عناصر د قانون ګرفت څخه بچ كيدے نشي ۔ ده ووئيل د فرنټ لائن پوليو ورکرز او د هغوي حفاظت لپاره سکيورټي اهلکار زمونږ اتلان دي








