چين به د روډ اېنډ بېلټ اقدام له مخې په پاكستان كښې د تاريخي ځايونو خوندي كولو او د پخوانو اثارو د تحفظ په لړ كښې مرسته كوي

بېجنګ 23 دسمبر (اے پي پي) چين به د روډ اېنډ بېلټ اقدام له مخې په پاكستان كښې د تاريخي ځايونو خوندي كولو او د پخوانو اثارو د تحفظ په لړ كښې مرسته كوي او هيله ده چې د چين او پاكستان د شريكې رابطه كارې په نتيجه كښې به په پاكستان او سري لنكا كښې په تاريخي او پخوانو ځايونو په كال 2018م كښې كار پېل شي۔ د چينائي …

بېجنګ 23 دسمبر (اے پي پي) چين به د روډ اېنډ بېلټ اقدام له مخې په پاكستان كښې د تاريخي ځايونو خوندي كولو او د پخوانو اثارو د تحفظ په لړ كښې مرسته كوي او هيله ده چې د چين او پاكستان د شريكې رابطه كارې په نتيجه كښې به په پاكستان او سري لنكا كښې په تاريخي او پخوانو ځايونو په كال 2018م كښې كار پېل شي۔ د چينائي چارواكو له مخې راتلونكې كال به په ميانمر كښې د مندرونو د بحالې كار پېل شي۔ دا مندرونه د يونيسكو د نړيوالې ورثې په لسټ كښې شامل دي او دې ته د كال 2016م په زلزله كښې زيان رسېدلې و۔ د چارواكو له مخې دا كار به په سعودي٬ اېران٬ بنګله دېش او قزاخستان كښۍ هم پېل كولې شي۔

مزید خبریں