پېښور 27 اکتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ علی امین خان ګنډاپور وئيلي دي چې 27 اکتوبر د کشمیر د تاریخ يوه توره ورځ ده۔د كشمير توري ورځ په اړه په خپل پیغام كښې د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ ووئيل كال 1947 کښې په دې ورځ د هند عسكرو په وړومبي ځل کشمیر كښې داخل شوي،د هغه ورځ نه تر نن په كشميريانو د هند د ظلم او جبر …
27 اکتوبر د کشمیر د تاریخ يوه توره ورځ ده۔د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ علی امین خان ګنډاپور د كشمير توري ورځ په اړه پیغام
پېښور 27 اکتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ علی امین خان ګنډاپور وئيلي دي چې 27 اکتوبر د کشمیر د تاریخ يوه توره ورځ ده۔د كشمير توري ورځ په اړه په خپل پیغام كښې د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ ووئيل كال 1947 کښې په دې ورځ د هند عسكرو په وړومبي ځل کشمیر كښې داخل شوي،د هغه ورځ نه تر نن په كشميريانو د هند د ظلم او جبر سلسله راروانه ده۔ده ووئيل په نن ورځ مونږ په کشمیر د هند د ناجائز قبضے غندنه او كشميريانو سره د يووالي د عزم پخلے كوو،مونږ د آزادۍ په دې هلو ځلو كښې د کشمیریانو سره ولاړ يو۔ده ووئيل د بشري حقونو نړيوالي ادارې دې په کشمیریانو د هندي ظلم سنجیدګۍ سره نوټس واخلي، مقبوضه کشمیر كښې د هن دي حكومت د اړخه بنیادی انسانی حقوق په خلاف ورزو د نړيوالي ورورولۍ خاموشی د فكر وړ لمحه ده۔ وزیراعلیٰ ووئيل نړيواله ورورولي دې د كشميريانو د خپلواكۍ حق په لړ كښې د ملګرو ملتونو په قرار دادونو عملدرآمد کولو كښې كردار ترسره كړي۔ده ووئيل فاشسټ هندي حكومت په خپل آئین كښې د مقبوضه کشمیر خصوصی حیثیت ختمولو سره هلته د بربریت يو نوې دور پيل كرې،مونږ د هندي د دغه غیر قانونی او يو اړخيزه اقدام سخته غندنه كوو۔د خېبر پښتونخوا حکومت او اولس د مقبوضه کشمیر د اولس اخلاقی، سفارتی او سیاسی حمایت روان ساتلو عزم پخلے كوي۔










