د القدس د اعلان په عمومي اسمبلۍ كښې مخالفت د فلسطين مهمه بريا ده ۔ اولس مشر محمود عباس

مقبوضه بېت المقدس 22 دسمبر (اے پي پي)د فلسطین اولس مشر محمود عباس د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې امريكائي پرېكړه ماتي سره مخ كېدل خپله مهمه بريا ګرځولې ده۔ د تركيې خبر رسنې ادارې له مخې د فلسطين اولس مشر محمود عباس عمومي اسمبلۍ كښې د امريكې په ضد د قرارداد منظوري مهمه فتح ګرځولو سره وئيلي دي دا د فلسطين بريا ده ۔ بلخوا د اسرائيل وزیراعظم …

مقبوضه بېت المقدس 22 دسمبر (اے پي پي)د فلسطین اولس مشر محمود عباس د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې امريكائي پرېكړه ماتي سره مخ كېدل خپله مهمه بريا ګرځولې ده۔ د تركيې خبر رسنې ادارې له مخې د فلسطين اولس مشر محمود عباس عمومي اسمبلۍ كښې د امريكې په ضد د قرارداد منظوري مهمه فتح ګرځولو سره وئيلي دي دا د فلسطين بريا ده ۔ بلخوا د اسرائيل وزیراعظم نېتین یاهو د القدس پحقله د امريكې د پرېكړې مخالفت رد كولو سره د اولس مشر ټرمپ مننه كړې ده۔ د يادونې وړ ده د دسمبر په 6مه نيټه اولس مشر ټرمپ القدس شريف د اسرائيل پايه تخت ګرځولې ٶ چې په ضد ئې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د دغې پرېكړې په ضد وړاندې كړې قرارداد په واضح اكثريت سره منظور كړې شوې٬ د رائيو په شمېرو كښې د قرارداد په حق كښې 128 او مخالفت كښې 9 ووټونه رامخې ته شوې دي

مزید خبریں