کوئټه۔ 22 اکتوبر(اے پی پی) د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخېل د پشتونخوا ملی عوامي پارټۍ مركزي لارښودو او د زده كړو پخواني صوبائي وزير سردار رضا بړېچ په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده۔ د غمرازۍ خپل پېغام كښې ګورنر ووئيل ارواښاد شريف النفس او بې وزلو سره مينه لرونكے انسان ؤ٬ په اولس كښې د خپلو حقونو او ذمه وارو احساس بېدارولو له د هغه د قدر …
ګورنر جعفر خان د سردار رضا بړېچ په مړينه غمرازي ښكاره كړه
کوئټه۔ 22 اکتوبر(اے پی پی) د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخېل د پشتونخوا ملی عوامي پارټۍ مركزي لارښودو او د زده كړو پخواني صوبائي وزير سردار رضا بړېچ په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده۔ د غمرازۍ خپل پېغام كښې ګورنر ووئيل ارواښاد شريف النفس او بې وزلو سره مينه لرونكے انسان ؤ٬ په اولس كښې د خپلو حقونو او ذمه وارو احساس بېدارولو له د هغه د قدر وړ خذمات به تل ياد ساتلې شي۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ آمین











