پېښور ۔16دسمبر (اے پی پی )وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي د هېواد پرمختګ لپاره معياري تعليم بنيادي شرط دے۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د كوهاټ یونیورسټی آف سائنس اېنډ ټېکنالوجی وومن کېمپس پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې مهال د خېبر پختونخوا ګورنر قبال ظفر جھګړا٬ د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر مرتضیٰ عباسی٬ د وزيراعظم سلاكار امیرمقام٬ د اېچ اي سي چيئرمېن او …
د هېواد پرمختګ لپاره معياري تعليم بنيادي شرط دے۔ شاهد خاقان عباسی د پرمختګ كړې هېوادونو د ترقۍ او سوكالۍ بنياد په زده كړو دے۔ 2 كاله وړاندې د نواز شريف كړې وعده نن ترسره شوه۔ وفاقي حكومت به د معياري تعليم په ترقۍ كښې خپله برخه اچوي۔ د کسټ وومن کېمپس کوهاټ پرانستې دستورې ته د وزيراعظم خطاب

مزید خبریں
پېښور ۔16دسمبر (اے پی پی )وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي د هېواد پرمختګ لپاره معياري تعليم بنيادي شرط دے۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د كوهاټ یونیورسټی آف سائنس اېنډ ټېکنالوجی وومن کېمپس پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې مهال د خېبر پختونخوا ګورنر قبال ظفر جھګړا٬ د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر مرتضیٰ عباسی٬ د وزيراعظم سلاكار امیرمقام٬ د اېچ اي سي چيئرمېن او د كسټ پوهنتون وائس چانسلر هم موجود وو۔ وزیراعظم ووئيل پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف دوه كاله وړاندې وومن كسټ كېمپس جوړولو وعده كړې وه او ماته خوشحالي ده چې هغه نن ترسره شوه۔ ده ووئيل د مسلم ليګ نون حكومت چې كومې وعدې كړي دي هغه ئې ترسره كړې دي۔ ده ووئيل پاكستانۍ مېرمنو كښې د صلاحيتونو كوم كمې نشته كه دوئي ته موقعې وركړې شي نو دوئي به تعليمي مېدان كښې وړاندې لاړې شي۔ ده ووئيل نن د بورډز او پوهنتونونو په نتيجو كښې انجونې وړاندې په نظر راځي۔ ده ووئيل دا د ټولې نړۍ يوه ازمائيلې شوې نسخه ده چې پرمختګ لپاره د تعليم څانګې ته خاص پاملرنه به كول وي۔ ده ووئيل ماسره پرنس كريم آغا خان په يو ملاقات كښې 45 دقيقې په تعليم خبره وكړه۔ ده ووئيل د ترهګرۍ او انتها خوښۍ خاتمه او د معيشت مضبوطيا هم د تعليم د لارې ممكن ده۔ ده ووئيل د 18م بدلون څخه وروستو اګر كه تعليم د صوبو ذمه وار ده ولې بياهم وفاقي حكومت به ددې په ترقۍ كښې خپله برخه اچوي۔ ده ووئيل په دې پوهنتون كښې د جومات د جوړولو غوښتنه شوې نو دا ضروري دے دغسې كسټ كښې به د جومات سره سره د مېرمنو هاسټل او استاذانو هاسټل هم جوړولې شي۔ ده په اېچ ای سی زور راوړو چې هغه د زياتو نه زياتې پي اېچ ډي جوړولو ته پاملرنه وكړي ولې چې په ټوله نړۍ كښې دا معيار قائم دے چې د پوهنتونونو استاذان پي اېچ ډي وي او مونږ هم بايد دا معيار خپل كړو۔ دستورې ته خپل خطاب كښې د اېچ اي سي چيئرمېن ووئيل په هغه ګامونو رڼا واچوله كوم چې اېچ اي سي د اعلی تعليم ودې له پورته كړې دي۔ دستورې ته د كسټ وائس چانسلر خپل خطاب كښې د ادارې كاركردګۍ او مسئلو څخه ګډون كوؤنكي خبر كړل۔ دې څخه وړاندې وزيراعظم د انډس هائي وے 128کلومیټر سرائے ګمبیلا کوهاټ سېکشن او 73کلومیټر پنډی ګھېپ کوهاټ سړک پراخه كولو دوه لويو منصوبو بنياد هم كېښودو۔










