اسلام آباد 15 دسمبر (اے پي پي) نېشنل يونيورسټي آف مارډن لېنګوېجز (نمل) كښې " د پاكستانو ژبو د شاعرۍ فكري ارتقاء او عصري معنويت" په سرخط دوه ورځنې كنفرنس پائي ته رسېدلې دے ۔ كنفرنس كښې د پښتو ٬ پنجابۍ ٬ سندھۍ او بلوچۍ سكالرانو په ياد شوي سرخط خپلې مقالې وړاندې كړې او پاكستانو ژبو كښې د ملي وحدت پېغام او شاعرۍ كښې د فكري ارتقاء او عصري …
نمل پوهنتون كښې ” د پاكستانو ژبو د شاعرۍ فكري ارتقاﺀ او عصري معنويت” په سرخط دوه ورځنې قامي كنفرنس پائي ته ورسېد

مزید خبریں
اسلام آباد 15 دسمبر (اے پي پي) نېشنل يونيورسټي آف مارډن لېنګوېجز (نمل) كښې ” د پاكستانو ژبو د شاعرۍ فكري ارتقاء او عصري معنويت” په سرخط دوه ورځنې كنفرنس پائي ته رسېدلې دے ۔ كنفرنس كښې د پښتو ٬ پنجابۍ ٬ سندھۍ او بلوچۍ سكالرانو په ياد شوي سرخط خپلې مقالې وړاندې كړې او پاكستانو ژبو كښې د ملي وحدت پېغام او شاعرۍ كښې د فكري ارتقاء او عصري معنويت اهميت ئې په ډاګه كړو۔ دوه ورځني قامي كنفرنس كښې د نېشنل بك فاٶنډېشن مېنجنګ ډائرېكټر پروفېسر ډاكټر انعام الحق جاوېد ٬ د اداره فروغ قومي زبان ډائرېكټر جنرل افتخار عارف٬ د نمل پوهنتون ډائرېكټر جنرل برېګېډېئر محمد ابراهيم٬ د ګرد هېواد د بېلا بېلو پوهنتونونو سكالرانو ٬ د پاكستانو ژبو او كلتور صدر ډاكټر حبيب الرحمان ٬ د فېكلټۍ غړو او زده كوٶنكو ګډون وكړو۔










