د هند جارحانه عزائم د سيمې امن او سلامتيا له خطري دي۔ د هند د توغندو تجربو سره به منطقه كښې د وسلې نوې زغل پېل شي۔ د پاکستان وسله وال پوځ د كوم هم خطر په صورت د هېواد دفاع لپاره چمتو دے۔ د افغان حكومت د قابو څخه بهر 43 فيصده سيمه ټولې منطقې له خطر ده۔ د خارجه دفتر وياند اوونيز پرېس بريفېنګ

اسلام آباد ۔ 14 دسمبر (اے پی پی) پاكستان وئيلي دي د هند د توغندو تجربو سره به منطقه كښې د وسلې نوې زغل پېل شي۔د هند جارحانه عزائم د سيمې امن او سلامتيا له خطرې دي۔ هند په منطقه كښې د خپلې سرلوړۍ خوب ويني۔ د پاکستان وسله وال پوځ د كوم هم خطر په صورت د هېواد د پولو دفاع له چمتو دے۔ کلبھوشن یادیو سره به د …

اسلام آباد ۔ 14 دسمبر (اے پی پی) پاكستان وئيلي دي د هند د توغندو تجربو سره به منطقه كښې د وسلې نوې زغل پېل شي۔د هند جارحانه عزائم د سيمې امن او سلامتيا له خطرې دي۔ هند په منطقه كښې د خپلې سرلوړۍ خوب ويني۔ د پاکستان وسله وال پوځ د كوم هم خطر په صورت د هېواد د پولو دفاع له چمتو دے۔ کلبھوشن یادیو سره به د هغه د كورودانې او مور ملاقات د دسمبر په 25 مه نېټه كېږي۔ د افغان حكومت كنټرول څخه بهر 43 فيصده سيمه ټولې منطقې له خطره ده۔ د زيارت په ورځ د اوونيز پرېس بريفنګ په مهال د خبريالانو د بېلو پوښتنو ځوابونه وركولو سره د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل د نوې ډيلي لخوا مزكې څخه په فضا كښې د وار كوؤنكي بېلسټك توغندي تجربې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل هند سيمه كښې د سرلوړۍ خوب ويني۔ د هند لخوا د توغندو تجربو سره به منطقه كښې د وسلې نوې زغل پېل شي۔ وياند ووئيل پاكستان د كلبھوشن كېس په اړه د انصاف نړيوال عدالت كښې ځواب جمع كړې۔ د افغانستان په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل افغانستان په 43 فيصد سيمه كنټرول نه لري چرته چې د داعش په شمول د نورو ترهګرو تنظيمونو پټ ځايونه دي كوم چې نه يوازې افغانستان بلكې ګاونډي هېوادونو له هم سخت خطر دي۔ وياند ووئيل پاكستان او چين يو بل سره په زړه پورې اړيكې لري۔ ده ووئيل پاكستان د چين ادارو امنيت ته خاص اهميت وركوي او پاكستان كښې كار كوؤنكو چينائي وركرانو ته بشپړ امنيت وركولې شي۔ وياند د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل پاکستان د کاسا۔1000منصوبې زر تر زره پايې ته رسولو عزم لري۔ وياند ووئيل د اسلامي مرستې تنظيم د استنبول غونډه كښې يروشلم د اسرائيل پلازمينه تسليمولو امريكائي پرېكړه رد كولو سره وئيلي د امريكې دا ګېم نړيوال امن لپاره خطر دے۔

مزید خبریں