د پاکستان مسلم لیګ (ن) حكومت به اولس ته ارزانه برېښنا وركول په عملي توګه باوري كوي

APP34-13 ISLAMABAD: December 13 – Federal Minister for Power Awais Leghari and Minister of State for Water and Power Abid Sher Ali addressing a joint press conference. APP photo by Irfan Mahmood

اسلام آباد 13 دسمبر (اے پي پي) د توان وفاقي وزير اوېس احمد لغاري وئيلي دي د پاکستان مسلم لیګ (ن) حكومت به اولس ته ارزانه برېښنا وركول په عملي توګه باوري كوي٬ 400 مېګاوات ونډ پاور او 600 مېګاواټ د لمر توان د لارې د برېښنا پېداوار ټهېكو له به مسابقتي بولي په 8 اوونيو كښې وشي٬ د حكومت د موثره پاليسو په سبب هېواد اضافي برېښنا لري او د هېواد په يوه برخه كښې لوډشېډنګ نه كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د توان دوهم وزير عابد شېر علي سره په پي آئي ډي كښې د خبري كفنرنس په مهال وكړه۔ تېره ورځ د وزیراعظم په مشرۍ كښې توان لپاره د كابينه كمېټۍ په غونډه كښې د تر سره شويو پاليسي پرېكړو په اړه خبرلوو سره ده ووئيل د پاکستان مسلم لیګ (ن) حكومت به اولس ته ارزانه برېښنا وركول په عملي توګه باوري كوي۔ ده ووئيل د حكومت د موثره پاليسو په سبب هېواد اضافي برېښنا لري او د هېواد په يو برخه كښې لوډشېډنګ نه كېږي۔ ده ووئيل د اولس اسانيو لپاره ارزانه برېښنا پېدا كولو لپاره سيلئۍ٬ لمر بائيو ګاز او د كوچنو پن برېښبنا منصوبو د لارې برېښنا پېدا كولو لپاره د مسابقتي بولۍ د لارې ټهيكې وركولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل هېواد كښې يو ځائ لوډشېډنګ نه كېږي سېوا د ھغه فېډرو نه چرته چې لائن لاسز زيات دي د لس فيصده لائن لاسز سيمو كښې لوډشېډنګ نه كېږي۔ ده ووئيل د توان وزارت ته د لائن لاسز په مد كښې 135 اربه روپۍ زيان كېږي٬ د خېبر پښتونخوا 126 فيډرې په 85 فيصده زيان چلېږي۔ ده ووئيل صوبائي واكمن چكدره ٬ مردان ٬ مالاكنډ او سوات كښې د كم وولټېج مسئلې هواري له د زمكې په اخستو كښې كردار نه ترسره كوي۔ ده ووئيل د برېښنا د غلا مخنيوي له د صوبو واكمنو ته د اړوند ادارو سره په ګډه لائحه جوړولو لپاره چيټۍ ليكلے شوې ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د برېښنا ډويژن كمپيوټرائزډ نظام وضع كوي او د دې نه پس به هر مصرف كوٶنكې د خپل ميټر او برېښنا استعمال پحقله خبرتيا ترلاسه كولې شي چې ورسره به د اووربلنګ مسئله هم هواره شي۔ ده ووئيل د ګرځېنده قرض مسئله به زر هواره شي ځكه اړوند كمپنو ته د ادائيګو لړۍ روانه ده۔