رابطه عالم اسلامي په غزه كښې سكول د اسرائيل د بريد غندنه

رياض 22 ستمبر (اے پي پي) رابطه عالم اسلامي جنوبي غزه كښې الزيتون سيمي په يو سكول د اسرائيل د فضائي بريد سخته غندنه كړې ده۔ اېس پي اے له مخې د رابطه جنرل سيكرټريټ د اړخه جاري شوې بيان كښې سيكرټري جنرل او چيئرمېن مسلم علما كونسل شيخ ډاكټر محمد بن عبد الكريم العيسي د بريد سخته غندنه كولو سره دا په ښارونو او شهري انفراسټركچر په نښه كولو …

رياض 22 ستمبر (اے پي پي) رابطه عالم اسلامي جنوبي غزه كښې الزيتون سيمي په يو سكول د اسرائيل د فضائي بريد سخته غندنه كړې ده۔ اېس پي اے له مخې د رابطه جنرل سيكرټريټ د اړخه جاري شوې بيان كښې سيكرټري جنرل او چيئرمېن مسلم علما كونسل شيخ ډاكټر محمد بن عبد الكريم العيسي د بريد سخته غندنه كولو سره دا په ښارونو او شهري انفراسټركچر په نښه كولو د روانو جرمونو برخه وګرځوله۔ ده ووئيل دا كارروائي د نړيوال انساني قوانين او اقدارو ښكاره خلاف ورزي ده۔ده زور راوړو چې نړيواله ورورولي دې د اسرائيل د پوځ د اړخه روان ’قتل عام‘ مخنيوي او بے ګناه وګړو تكليفونو لپاره په سمدستي توګه كارروائي وكړي۔بل پلو د غزه د روغتيا وزارت ووئيل په دې بريد كښې د ميرمنو او ماشومانو پشمول 22 كسان مړه شوې دي۔