جده 21 ستمبر (اے پي پي) د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان به د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ 79مي غونډه كښې د سعودي پلاوي مشري كوي۔اېس پي اے له مخې د سعودي پلاوې به په نيويارك كښې كيدونكي د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ غونډي پشمول ګڼو سركاري غونډو كښې ګډون كوي۔د غونډي مقصد ګڼ اړخيزه نړيوال كار مخ په وړاندې بوتللو،په سيمه ايز او نړيوال صورتحال د …
د سعودي خارجه وزير به د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ كښې سره د خپل پلاوي ګډون كوي

مزید خبریں
جده 21 ستمبر (اے پي پي) د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان به د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ 79مي غونډه كښې د سعودي پلاوي مشري كوي۔اېس پي اے له مخې د سعودي پلاوې به په نيويارك كښې كيدونكي د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ غونډي پشمول ګڼو سركاري غونډو كښې ګډون كوي۔د غونډي مقصد ګڼ اړخيزه نړيوال كار مخ په وړاندې بوتللو،په سيمه ايز او نړيوال صورتحال د خيالاتو څرګندونه كول دي۔په غونډو كښې به نړيوالي سلامتيا او امن بحالولو هڅو او كوټلي پرمختګ ترلاسه كولو له په شريكو هڅو خبري اتري كولې شي۔د سعودي پلاوي كښې د سفيري شهزادګۍ ريما بنت بندر بن سلطان، خارجه چارو وزير مملكت خاره عادل الجبير، د كميونيكيشن او انفارمېشن ټيكنالوجي وزير عبدالله السواحه او د اقتصاديات او منصوبه بندۍ وزير فيصل علي ابراهيم شامل دي۔







