روسيه په لبنان كښې د پيجرز چاٶدنو د پلټنيو غوښتنه وكړه

سينټ پيټرزبرګ 18 ستمبر (اے پي پي) روسيه د لبناني مليشيا حزب الله غړو سره د زرګونو په شمېر پېجرز كښې د چاٶدنو د تحقيقاتو غوښتنه كړې ده۔ د تاس له مخې د روسيه خارجه وزارت وياند ماريه زاخارووا د يوريشين مېرمنو څلورم فورم په موقع ميډيا سره په خبرو كښې ووئيل چې روسيه د لبناني مليشيا حزب الله غړو سره د زرګونو په شمېر پېجرز كښې د چاٶدنو د …

سينټ پيټرزبرګ 18 ستمبر (اے پي پي) روسيه د لبناني مليشيا حزب الله غړو سره د زرګونو په شمېر پېجرز كښې د چاٶدنو د تحقيقاتو غوښتنه كړې ده۔ د تاس له مخې د روسيه خارجه وزارت وياند ماريه زاخارووا د يوريشين مېرمنو څلورم فورم په موقع ميډيا سره په خبرو كښې ووئيل چې روسيه د لبناني مليشيا حزب الله غړو سره د زرګونو په شمېر پېجرز كښې د چاٶدنو د تحقيقاتو مطالبه كوي٬ په دې معامله كښې چې پرون څه شوي د ھغې تحقيقات كول او نړيوالې ورورولۍ له دې پلو پام كولو ته اړتيا ده ۔ وياندې ووئيل چې لوېديز هېوادونه په دې وروستيو كلونو كښې په نړيواله كچه د رامخې ته شوې ترهګرۍ كاروائيو په تحقيقاتو كښې خنډان راولاړوي ۔ وياندې ووئيل چې مونږ مطالبه كوٶ چې د دې چاٶدنو تحقيقات دې وكړې شي۔ د يادونې وړ ده چې پېجرز په دې وروستيو كښې د حزب الله پلويانو لپاره لبنان ته راوړلي شوي٬ د تازه شمېرو له مخې په ذكر شوې چاٶدنو كښې 11 كسان مړه او د 4 زره نه زيات كسان ژوبل شوي دي