غزہ ۔18ستمبر(اے پی پی)د فلسطين د روغتيا وزارت په غزه كښې د شهيد شويو 34,344 وګړو نامې جاري كړې دي۔ د الجزیرہ له مخې په 649 پانړو مشتمل يو دستاوېز جاري كړے شوے دے په كوم كښې چې تېر كال اكتوبر كښې په غزه كښې د اسرائيل جنګ له پېل كېدو څخه وروستو د شهيد شوو 34,344 وګړو نامې ٬ د زېږېدنې نېټه او جنس درج كړے شوے دے۔ جاری …
د فلسطين د روغتيا وزارت په غزه كښې د شهيد شويو 34,344 وګړو نامې جاري كړې

مزید خبریں
غزہ ۔18ستمبر(اے پی پی)د فلسطين د روغتيا وزارت په غزه كښې د شهيد شويو 34,344 وګړو نامې جاري كړې دي۔ د الجزیرہ له مخې په 649 پانړو مشتمل يو دستاوېز جاري كړے شوے دے په كوم كښې چې تېر كال اكتوبر كښې په غزه كښې د اسرائيل جنګ له پېل كېدو څخه وروستو د شهيد شوو 34,344 وګړو نامې ٬ د زېږېدنې نېټه او جنس درج كړے شوے دے۔ جاری كړې شوې پي ډي اېف دستاوېز په 31 اګست فلسطینی وزارت په ټېلی ګرام اکاؤنټ شيئر كړے ؤ۔ د دستاوېز په اولنو 14 پانړو كښې د شهيد كړې شوو 710 نوې زېږېدلې كوچنيانو نامې هم شامل دي د كومو عمر چې يو كال هم نه ؤ۔ په دې فهرست كښې په غزه كښې د اسرائيلي جنګ په نتيجه كښې د شهيد شوو ټولو وګړو نامې شامل كړې شوې نه دي كوم چې د روغتيا وزارت له مخې لږ تر لږ 41,252 وګړي دي۔










