نېپی دو ۔16ستمبر(اے پی پی) په ميانمار كښې د سېلاب او د خاورو كمرو نړېدو پېښو په نتيجه كښې 120 كسان مړه او 36 زره بې كوره شوي دي۔ د اېن اېچ له مخې په پلازمينه نېپي دو او سوئيلي ختيز ولايات كارين سره سره په قطبي لوئيديزو او منځنو سيمو كښې د ياګي نومې سمندري طوفان له امله د بارانونو او لېنډ سلائيډنګ پېښو كښې 120 كسان مړه او …
په ميانمار كښې د سېلاب او لينډ سلائيډنګ پيښې ٬ 120 كسان مړه ٬ 36 زره بې كوره

مزید خبریں
نېپی دو ۔16ستمبر(اے پی پی) په ميانمار كښې د سېلاب او د خاورو كمرو نړېدو پېښو په نتيجه كښې 120 كسان مړه او 36 زره بې كوره شوي دي۔ د اېن اېچ له مخې په پلازمينه نېپي دو او سوئيلي ختيز ولايات كارين سره سره په قطبي لوئيديزو او منځنو سيمو كښې د ياګي نومې سمندري طوفان له امله د بارانونو او لېنډ سلائيډنګ پېښو كښې 120 كسان مړه او 36 زره بې كوره شوي دي۔ د سمندری طوفان د لاسه زيات شمېر كسان ګېر شوي ديِ او سېلابي اوبه كورونو ته ننوتلې دي۔ پلونو او سړكونو ته هم زيان رسېدلے دے۔ چارواكو اندېښنه ښكاره كولو سره وئيلي دي چې په ميانمار كښې بشري وضعه لا ناوړه كېدې شي۔ بلخوا پوځي حكومت نړيوالې ورورولۍ ته د مرستې اپيل كړے دے۔










