قاهرہ۔ 15ستمبر(اے پی پی) د مصر په الشرقيه سيمه كښې د دوه مسافر ټرينونو يو بل سره د ټكر كېدو پېښې په نتيجه كښې لږ تر لږ 3 كسان مړه او يو شمېر نور ژوبل شوي دي۔ العربيه نيوز د مصري رېلوے اتھارټي حوالې سره وئيلي چې دا پېښه د الشرقيه په سرښار الزقازيق كښې رامخې ته شوه چرته چې منصوره څخه قاهرې ته تلونكې ټرېن قاهرې څخه اسماعيليه ته …
په مصر كښې د دوه ټرينونو يو بل سره د ټكر كيدو پيښه ٬ 3 مسافر مړه ٬ يو شمير ژوبل

مزید خبریں
قاهرہ۔ 15ستمبر(اے پی پی) د مصر په الشرقيه سيمه كښې د دوه مسافر ټرينونو يو بل سره د ټكر كېدو پېښې په نتيجه كښې لږ تر لږ 3 كسان مړه او يو شمېر نور ژوبل شوي دي۔ العربيه نيوز د مصري رېلوے اتھارټي حوالې سره وئيلي چې دا پېښه د الشرقيه په سرښار الزقازيق كښې رامخې ته شوه چرته چې منصوره څخه قاهرې ته تلونكې ټرېن قاهرې څخه اسماعيليه ته تلونكي ټرېن سره د الزقازيق په نوي پل ټكر شو۔ د روغتيا وزارت د 3 كسانو د مړه كېدو او د ګڼ شمېر نورو د ژوبل كېدو تصديق كړے دے۔ د پېښی ځايې ته اېمبولېنسز لېږلې شوي دي۔ د رېلوے اتھارټی وېنا ده چې مصري وزير د پېښې ځايې ته د بېړني آلاتو او كرېنونو روانه كولو او د پوهانو د يوې ډلې تشكيل كولو هدايت كړې دې كومه به چې د پېښې د تكنيكي سببونو تعين كوي۔










