شنګهائي 10 دسمبر (اے پي پي) د چين د فري ټرېډ زون د اېډمنسټرېشن بيورو ډائرېكټر جنرل اېكسټرنل كميونيكېشن وانګ ينګ وئيلي دي چې چين لپاره د يو بېلټ يو روډ اقدام ډېر مهم دے٬ شنګهائي فري ټرېډ زون دې پياوړې پروژې ته خاص پام كړے٬ د پاكستان كاروباري ټولنه او سرمايه كار د فري ټرېډ له مخې د شته اسانيو څخه استفاده كولو سره دوه اړخيزه معاشي اړيكو ته …
د چين د فري ټرېډ زون د اېډمنسټرېشن بيورو ډائرېكټر جنرل اېكسټرنل كميونيكېشن وانګ ينګ د شنګهائي پائلټ فري ټرېډ زون د هېډكوارټرز دوره كوونكو د پاكستانې مېډيا استازو سره خبرې
شنګهائي 10 دسمبر (اے پي پي) د چين د فري ټرېډ زون د اېډمنسټرېشن بيورو ډائرېكټر جنرل اېكسټرنل كميونيكېشن وانګ ينګ وئيلي دي چې چين لپاره د يو بېلټ يو روډ اقدام ډېر مهم دے٬ شنګهائي فري ټرېډ زون دې پياوړې پروژې ته خاص پام كړے٬ د پاكستان كاروباري ټولنه او سرمايه كار د فري ټرېډ له مخې د شته اسانيو څخه استفاده كولو سره دوه اړخيزه معاشي اړيكو ته وده وركولې شي٬ د پاكستان د ابلاغ ذريعې د كاروباري روابطو په زياتولو كښې مهم كردار ترسره كولې شي٬ په فري ټرېډ زون كښې به د پاكستان د پوېلين هركلې كوو۔ ده دا خبرې د شنګهائي پائلټ فري ټرېډ زون د هېډكوارټرز دوره كوونكو د پاكستانې مېډيا استازو سره د خپلو خبرو په مهال وكړې۔ د چين دا فري ټرېډ زون په كال 2013م كښې جوړ شوے كوم چې د چين د پيپلز كانګرېس د مركزي كمېټې يو مهم اقدام دے۔ وانګ ينګ پاكستاني خبريالانو ته بريفنګ وركولو سره ووئيل چې د شنګهائي فري ټرېډ زون د لارې غېر ملكي سرمايه كارو ته ډېر اسانيې وركولې شي او د ون ونډو اپرېشن د لارې كاروباري لګښت كمولې شي۔ ده ووئيل چې فري ټرېډ زون د چين مهم اقدام ون بېلټ ون روډ ته خاص پام كوي۔ ده ووئيل چې چين د دې پټې هېوادونو سره پراخا مرسته كول غواړي او په دې كښې يو شمېر هېوادونو د چين دورې هم كړې دي٬ دې اقدام سره به منطقې ته ډېره ګټه ورسي۔ ده ووئيل چې پاكستان او چين د ملګرتيا ژورې اړيكې لري٬ د پاكستان كاروباري ټولنه او سرمايه كار د فري ټرېډ له مخې د شته اسانيو څخه استفاده كولو سره دوه اړخيزه معاشي اړيكو ته وده وركولې شي۔ ده د مېډيا كردار په ډاګه كولو سره ووئيل چې د پاكستان د ابلاغ ذريعې د كاروباري روابطو په زياتولو كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ د چين د كميونيكېشن پوهنتون اېسوسي اېټ پروفېسر ژو كوئي په دې موقع د انټرنېټ په اړه لېكچر هم وركړو او د چين د رنمن پوهنتون د عمرانياتو څانګې اېسوسي اېټ پروفسېر چائي ګوئي هوا هم د خپلو خيالاتو څرګندونه وكړه۔









