واشنګټن 10 دسمبر (اے پي پي) د مقبوضه بيت المقدس په اړه د اولس مشر ټرمپ د پرېكړې په ضد په واشنګټن او نيويارك كښې مظاهرې وشوې۔ د امريكائي مېډيا له مخې په واشنګټن كښې د ټرمپ د پرېكړې په ضد د سلګونو په شمېر خلقو احتجاج وكړو۔ د واشنګټن نه علاوه په نيويارك كښې هم د امريكائي اولس مشر د پرېكړې په ضد مظاهرې وشوې او د دې پرېكړې …
د مقبوضه بيت المقدس په اړه د اولس مشر ټرمپ د پرېكړې په ضد په واشنګټن او نيويارك كښې مظاهرې وشوې
واشنګټن 10 دسمبر (اے پي پي) د مقبوضه بيت المقدس په اړه د اولس مشر ټرمپ د پرېكړې په ضد په واشنګټن او نيويارك كښې مظاهرې وشوې۔ د امريكائي مېډيا له مخې په واشنګټن كښې د ټرمپ د پرېكړې په ضد د سلګونو په شمېر خلقو احتجاج وكړو۔ د واشنګټن نه علاوه په نيويارك كښې هم د امريكائي اولس مشر د پرېكړې په ضد مظاهرې وشوې او د دې پرېكړې غندنه وكړې شوه۔ مظاهرچيانو ووئيل چې د اولس مشر ټرمپ د پرېكړې نه څرګنده شوې چې امريكائي حكومت د فلسطينيانو په ضد د اسرائيل په جرمونو كښې برابر شريك دے۔









