د ټرمپ پرېكړې سره نړۍ كښې په امريكا باور ختم شوے۔ عرب ليګ

قاهره 10 دسمبر (اے پي پي) عرب ليګ وئيلي دي چې د ټرمپ پرېكړې سره نړۍ كښې په امريكا باور ختم شوے۔ د عرب مېډيا له مخې دا خبرې د عرب ليګ عمومي سېكتر احمد ابوالغېظ په قاهره كښې د عرب خارجه وزيرانو بېړنې غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل چې د بيت المقدس په اړه د امريكې پرېكړه يو اړخيزه ده او دې پرېكړې مونږ په نورو چارو غور كولو مجبور كړي يو۔ دې پرېكړې سره د عرب نړۍ په امريكا باور ختم شوے۔ ده ووئيل چې د امريكې پرېكړه داسې غلطي ده چې مونږ پرې خاموش كېدے نه شو۔ په دې موقع د فلسطين خارجه وزير رياض المالكي ووئيل چې د امريكې پرېكړه د نړيوالو قوانينو خلاف ورزي ده۔ پھ منطقه كښې په امريكا باور ختم شوے او اوس هغه په مېنځني ختيز كښې د ثالث كردار ادا كولو جوګه نه ده پاتې شوې۔