د ترهه ګرۍ په ضد قربانيې وركونكو قبائېلي اولس ته پېرزوينې وړاندې كړې

اسلام آباد 14 جون(اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې حكومت د كډوالو ستنېدو بحالۍ له پھ زړه پورې كار كوي٬ قبائېلي اولس له پرمختيائي آسانيو وركولو كښې به هېڅ كمې نه شي كولې۔ ده دا خبره د قامي اسمبلۍ غړي او د تعليم او پېشه واره تربيې وزارت سېكتر محمد نذير خان سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د شمالي وزيرستان ايجنسۍ خپلې سيمې …

اسلام آباد 14 جون(اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې حكومت د كډوالو ستنېدو بحالۍ له پھ زړه پورې كار كوي٬ قبائېلي اولس له پرمختيائي آسانيو وركولو كښې به هېڅ كمې نه شي كولې۔ ده دا خبره د قامي اسمبلۍ غړي او د تعليم او پېشه واره تربيې وزارت سېكتر محمد نذير خان سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د شمالي وزيرستان ايجنسۍ خپلې سيمې پلاوي سره د نهې پھ ورځ په ايوان صدر كښې ده سره ملاقات كړې و۔ اولس مشر ووئيل د شوال پشمول شمالي وزيرستان ايجنسي ترهه ګرو څخه پاكه كړې شوې او د پاك پوځ د عملياتو په سوب امن راغلې۔اولس مشر د كډوالو خپلو كورونو ته ستنېدو په عمل د اطمينان څرګندونې سره ووئيل چې حكومت به د ځايې نمائندګانو مشاورت سره د وګړو ښه والي له پرمختيائي كارونه او اقتصادي او تجارتي هلې ځلې باوري كوي۔اولس مشر دا خبره وستائېله چې پاك پوځ د وګړو په ګټھ كښې د بنيادي ډهانچې پرمختګ او صحت اوتعليمي ادارو جوړولو له ډېر كار كړې۔ډه ووئيل د فاټا سېكرټرېټ ته به د ځايې نمائندګانو مشاورت سره پرمختيائي او فلاحي پروژو كار تندولو سپارښتنه كولې شي

مزید خبریں