هندي ځواكونو په مقبوضه كشمير كښې د كال 1989م نه تر اوسه 94,877 كشميريان شهيدان كړي دي٬ د حريت مشرانو٬ كاركنانو او زده كوونكو پشمول 800 كسان د تور قانون له مخې نظر بند دي

سرينګر 10 دسمبر (اے پي پي) كه يو خوا په ټوله نړۍ كښې د بشري حقونو نړيوال ورځ لمانځل كېږي نو بل خوا مقبوضه كشمير يوه داسې منطقه ده چرته چې هندي ځواكونو قبضه كړې او د جنورې كال 1989م نه تر اوسه ئې 94,877 كشميريان د خپلواكې حق غوښتلو په پاداش كښې شهيدان كړي دي چې پكښې 7,099 د حراست په مهال شهيدان كړې شوي دي۔ د كشمير مېډيا …

سرينګر 10 دسمبر (اے پي پي) كه يو خوا په ټوله نړۍ كښې د بشري حقونو نړيوال ورځ لمانځل كېږي نو بل خوا مقبوضه كشمير يوه داسې منطقه ده چرته چې هندي ځواكونو قبضه كړې او د جنورې كال 1989م نه تر اوسه ئې 94,877 كشميريان د خپلواكې حق غوښتلو په پاداش كښې شهيدان كړي دي چې پكښې 7,099 د حراست په مهال شهيدان كړې شوي دي۔ د كشمير مېډيا سروس د څېړنې څانګې لخوا د بشري حقونو نړيوالې ورځې په موقع جاري شوي راپور كښې وئيلي شوي دي چې د قتل د دې پېښو په نتيجه كښې 22,862 مېرمنې كونډې شوې دي او 107,674 ماشومان يتيمان شوي دي۔ په دې موده كښې قابض ځواكونو د 11,36 مېرمنو بې حرمتي كړې او 108,582 كورونه او املاك ئې تباه كړي دي۔ په راپور كښې وئيلي شوي دي چې په دې موده كښې هندي پوليسو او عسكرو 8 زره كسان د حراست په مهال بې دركه كړي دي۔ د حريت مشرانو ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړيوالو ادارو ته خواست كړے چې هغوي دې د مقبوضه كشمير د ابتر صورتحال جاج اخستلو لپاره خپلې ډلې سيمې ته روالېږي او د كشمير مسئلې حل لپاره دې په هند فشار واچوي۔