اسرائيل په لويديزه غاړه د نړيوال قوانين ښكاره خلاف ورزي كوي ٬ نړيواله ورورولي دې مخنيوي له كردار ترسره كړي٬ ملګري ملتونه

ملګري ملتونه ۔10ستمبر(اے پی پی) ملګرو ملتونو وئيلي دي په مقبوضه فلسطين سيمو كښې د اسرائيل لخوا د نړيوال قوانين ښكاره خلاف ورزيو مخنيوي لپاره دې نړيواله ورورولي خپل كردار ترسره كړي۔ د العربيه له مخې دا خبره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو هائي كمشنر وولکر ترک په جنېوا كښې د نړيوالو بشري حقونو كونسل 57 مې غونډې پرانستې په موقع خپل خطاب كښې وكړه۔ وولکر ترک ووئيل په …

ملګري ملتونه ۔10ستمبر(اے پی پی) ملګرو ملتونو وئيلي دي په مقبوضه فلسطين سيمو كښې د اسرائيل لخوا د نړيوال قوانين ښكاره خلاف ورزيو مخنيوي لپاره دې نړيواله ورورولي خپل كردار ترسره كړي۔ د العربيه له مخې دا خبره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو هائي كمشنر وولکر ترک په جنېوا كښې د نړيوالو بشري حقونو كونسل 57 مې غونډې پرانستې په موقع خپل خطاب كښې وكړه۔ وولکر ترک ووئيل په غزه كښې نزدې يو كال څخه روان جنګ ختمولو ته پام لرنه كوو ۔ ده ووئيل د انصاف نړيوال عدالت سږ كال جولائي مياشت كښې د اسرائیل قبضه غېر قانوني ګرځولو سره وئيلي وو دا صورتحال دې په بشپړه ډول حل كړے شي۔ د ده دا بيان په يو داسې وخت كښې رامخې ته شوے كله چې اسرائيلي ځواكونو نزدې 10 ورځې وړاندې پوځي آپرېشن پېل كولو سره د جنین او طولکرم په شمول په يو شمېر ښارونو بريد وكړو۔ په دغه كارروائيو كښې 30 فلسطينيان شهيدان شول۔ د اسرائيلي پوځ په آپرېشن كښې يو شمېر كسان نيولې شوي او بنيادي اډانې ته په لويه كچه زيان رسېدلے دے۔

مزید خبریں