واشنګټن 09 ستمبر (اے پي پي) د پخواني امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ ريپبلکن ګوند په كال 2021 كښې افغانستان څخه د امريكائي ځواكونو په وتلو په صدر جوبائيډن ټكونه كړې۔ د انډيپنډنټ اردو له مخې ريپبلکن ګوند تېره ورځ افغانستان څخه په كال 2021 كښې د امريکائي ځواكونو د وتلو په اړه رپورټ جاري كړے په كوم كښې چې د امريكې اوږد جنګ د اړي ګړي سره په خاتمه په …
امريکا، ريپبلکنز افغانستان څخه په وتلو په صدر جوبائيډن ټكونه وكړل

مزید خبریں
واشنګټن 09 ستمبر (اے پي پي) د پخواني امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ ريپبلکن ګوند په كال 2021 كښې افغانستان څخه د امريكائي ځواكونو په وتلو په صدر جوبائيډن ټكونه كړې۔ د انډيپنډنټ اردو له مخې ريپبلکن ګوند تېره ورځ افغانستان څخه په كال 2021 كښې د امريکائي ځواكونو د وتلو په اړه رپورټ جاري كړے په كوم كښې چې د امريكې اوږد جنګ د اړي ګړي سره په خاتمه په صدر جوبائيډن شديد ټكونه كړي۔ افغانستان څخه په وتلو ريپبلکنز د تنقيد په مهال تذكر وكړه چې د انخلا نه وروستو په كابل هوائي مېدان ځانمرګي بريد كښې 13 امريكائي عسكر وژلي شوي٬ د هاؤس فارن افيئرز کميټۍ كښې د ريپبلکنز لخوا په ليكلي شوي رپورټ كښې په بائيډن تنقيد شوے چې ھغه د انخلا په پرېكړه د ممکنه (زيان مندوو) نتجو په كمولو كښې ناكامه راغلے٬ دا رپورټ د ايوان د خارجه چارو كمېټۍ ريپبلکن چيئرمېن مائيکل مېکول په مشرۍ كښې د درې كلنه تحقيقاتو نه اخذ كړے شوے۔ په رپورټ كښې دعويٰ شوې چې بائيډن انتظاميې د غېر پوځي عملې د انخلا خپله پرېكړه تاخير سره كړې او په 16م اګست ئې په ضابطه توګه د دې امر جاري كړے٬ انتظاميه په واشنګټن كښې محکمو او په افغانستان كښې د چارواكو ترمېنځه په خبرو اترو كښې پاتې راغلې او د افغان وګړو روانېدو لپاره كاغذي كاروائي هم په سم ډول او په وخت نه وه ترسره شوې۔ په رپورټ كښې وئيلي شوي په لويه كچه د امريكې عزت ته ھغه وخت زيان ورسېد كله چې مونږ خپل افغانان اتحاديان پرېښودل او ھغه افغان وګړي هم د چا د تحفظ چې مونږ لوظ كړے ؤ ۔ ډيموکريټس دا رپورټ د امريكې راتلونكې صدارتي انتخابات د متاثره كولو هڅه ګرځولې ده۔









