لاهور 09 دسمبر (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلي دي چې كوم سياستدان چې د كوئيك مارچ خبره وكړي٬ هغه سياستدان نه بلكې بل څه كېدے شي٬ د آصف علي زرداري او عمران خان مقابله د لويو كنځلو كولو ده٬ د سول بالادستې او د آئين د بالادستې نه به په شا نه ځو٬ مخالف ګوندونه د حكومت له مېنځه وړلو شريكې هڅې كوي خو …
كوم سياستدان چې د كوئيك مارچ خبره وكړي٬ هغه سياستدان نه بلكې بل څه كېدے شي٬ د آصف علي زرداري او عمران خان مقابله د لويو كنځلو كولو ده٬ د سول بالادستې او د آئين د بالادستې نه به په شا نه ځو٬ مخالف ګوندونه د حكومت له مېنځه وړلو شريكې هڅې كوي خو هغوي به ناكامې سره مخ كېږي۔ د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق

مزید خبریں
لاهور 09 دسمبر (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلي دي چې كوم سياستدان چې د كوئيك مارچ خبره وكړي٬ هغه سياستدان نه بلكې بل څه كېدے شي٬ د آصف علي زرداري او عمران خان مقابله د لويو كنځلو كولو ده٬ د سول بالادستې او د آئين د بالادستې نه به په شا نه ځو٬ مخالف ګوندونه د حكومت له مېنځه وړلو شريكې هڅې كوي خو هغوي به ناكامې سره مخ كېږي۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ د افكس فرنيچر شوروم د پرانستې په موقع خبريالانو سره د خبرو كولو په مهال وكړې۔ وفاقي وزير ووئيل چې بايد ټاكنې په وخت وشي خو په وخت د ټاكنو تعلق آئيني ترميم سره دے چې په لار كښې پيپلز ګوند خنډ دے۔ ده ووئيل چې كه آئيني ترميم ونه شي نو ټاكنې تاخير سره مخ كېدې شي۔ وفاقي وزير ووئيل چې د آئين او ووټ په حكمرانې باور لرو۔ ده ووئيل چې مسلم ليګ ﴿ن﴾ د هېواد تر ټولو لوي ګوند دے۔ ده ووئيل چې مخالفينو وړاندې هم د حكومت له مېنځه وړلو هڅې كړې دي خو نه دي بريالي شوي او اوس به هم بريالي نه شي۔ ده ووئيل چې پيپلز ګوند په اسلام آباد كښې ښه غونډه كړې٬ خو پي پي پي د سندھ كلي وال ګوند جوړ شوے او ووټران ئې د لكونو نه سلګونو ته رارسېدلي دي۔ ده ووئيل چې آصف علي زرداري پوهه لرونكې دے٬ خو هغه خپلې مسئلې او كمزورې لري۔ ده ووئيل چې بايد په هېواد كښې ناولې سياست بند شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل چې ماډل ټاؤن د پېښې پرېكړه به عدالتونه كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې په سياست كښې د چوهدري وروڼو كردار د روبوټ دے۔ ده ووئيل چې بايد طاهر القادري خپلې پرېكړې په خپله وكړي۔










