د مقبوضه بيت المقدس په اړه به د جاپان دريځ بدل نه شي۔ خارجه وزير تاروكونو

منامه 09 دسمبر (اے پي پي) د جاپان خارجه وزير تاروكونو وئيلي دي چې د مقبوضه بيت المقدس په اړه به د جاپان دريځ بدل نه شي٬ د امريكائي پرېكړې په نتيجه كښې په مېنځني ختيز كښې د امن مذاكراتو عمل ستونزو سره مخ كېدے شي۔ د العربيه نيوز له مخې د بحرين په پلازمينه منامه كښې خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د جاپان حكومت په خپل دې دريځ قائم دے چې بايد د اسرائيل او فلسطين شخړه د ملګرو ملتونو د قرادادونو له مخې حل شي۔ ده ووئيل چې په دې لړ كښې د اولس مشر ټرمپ اعلان سره په مېنځني ختيز كښې وضع خرابېدې شي۔