د مقبوضه بيت المقدس د حېثيت ټاكنه بايد د اسرائيل او فلطسين ترمېنځه د امن مذاكراتو د لارې وشي

نيويارك 07 دسمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوئټرس وئيلي دي چې د مقبوضه بيت المقدس د حېثيت ټاكنه بايد د اسرائيل او فلطسين ترمېنځه د امن مذاكراتو د لارې وشي٬ د اسرائيل او فلسطين ترمېنځه د دوه رياستي حل كوم بل متبادل نشته۔ د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ لخوا مقبوضه بيت المقدس د اسرائيل د پايه تخت ګرځولو د يو اړخيزه اعلان نه پس …

نيويارك 07 دسمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوئټرس وئيلي دي چې د مقبوضه بيت المقدس د حېثيت ټاكنه بايد د اسرائيل او فلطسين ترمېنځه د امن مذاكراتو د لارې وشي٬ د اسرائيل او فلسطين ترمېنځه د دوه رياستي حل كوم بل متبادل نشته۔ د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ لخوا مقبوضه بيت المقدس د اسرائيل د پايه تخت ګرځولو د يو اړخيزه اعلان نه پس په خپل بيان كښې د ملګرو ملتونو مشر ووئيل چې د اسرائيل او فلسطين ترمېنځه د دوه رياستي حل كوم بل متبادل نشته۔ ده ووئيل چې بايد مقبوضه بيت المقدس اسرائيل او فلطسين دواړو لپاره پايه تخت وګڼل شي۔ ده ووئيل چې هغه د وړاندې نه د كوم داسې اقدام مخالفت كوي د كوم په نتيجه كښې چې د اسرائيل او فلسطين ترمېنځه د امن عمل ته د زيان رسېدو احتمال وي۔