د سائنس او ټیکنالوجی وفاقی وزیر رانا تنویر حسېن په مشرۍ كښې د اېن ټی اېس مسائلو په اړه غونډه

APP66-06 ISLAMABAD: December 06 - Federal Minister for Science & Technology and Defence Production, Rana Tanveer Hussain chairing a meeting with NTS officials. APP

اسلام آباد 06 دسمبر (اے پی پی) د سائنس او ټیکنالوجی وفاقی وزیر رانا تنویر حسېن په مشرۍ كښې د نېشنل ټیسټنګ سروس(این ټی ایس) مسئلو په اړه غونډه وشوه۔ د سائنس او ټیکنالوجی وزارت وفاقی سیکتر یاسمین مسعود او د اېن ټی ایس سینیئر منیجمنټ هم په دې مهال موجود ؤ۔ د اېن ټی اېس چیف آپریټنګ آفسر شهزاد خان وفاقی وزیر د ادارې مسئلو او نورو چارو په اړه خبر كړو۔ وفاقی وزیر خبر كړې شو چې اېن ټی اېس په ذمه ټول تر واجبات او ټیکسونه وركړې شوي دغسې پاتې روپۍ به په يو څو ورځو كښې وركړې شي۔ وفاقی وزیر ته وئيلي شوي چې په پیپرا قوانین عملدر آمد په غرض اېن ټی اېس خپل آډټ ،آئی ټی ونګ او پرنټنګ فسیلیټی هم جوړه كړې۔وفاقی وزیر د سائنس او ټیکنالوجی وزارت ته د اېن ټی اېس مسئلو حل کولو په غرض د کمېټۍ جوړولو سپارښتنه كړې ده ۔ کمیټۍ د اېن ټی اېس لا ښه كولو لپاره خپل وړاندېزونه هم جمع کړې دي