قاهره ۔ 03 دسمبر (اے پی پی) امريكائي دفاع وزير جېمز مېټس قاهره كښې مصري چارواكو سره ملاقاتونه كړي۔ د ابلاغ نړيوالو ذريعو ترمخه د ده ددې دورې مقصد د دواړو هېوادونو ترمينځھ اړيكې لا مضبوطول دي۔ جېمز مېټس دا دوره په يو داسې وخت كښې كوي كله چې څو ورځې وړاندې د مصر په جومات د شوي ترهګر بريد په نتيجه كښې درې سوه څخه زيات كسان وژلې شوي …
د امريكا دفاع وزير مصري چارواكو سره وليدل
قاهره ۔ 03 دسمبر (اے پی پی) امريكائي دفاع وزير جېمز مېټس قاهره كښې مصري چارواكو سره ملاقاتونه كړي۔ د ابلاغ نړيوالو ذريعو ترمخه د ده ددې دورې مقصد د دواړو هېوادونو ترمينځھ اړيكې لا مضبوطول دي۔ جېمز مېټس دا دوره په يو داسې وخت كښې كوي كله چې څو ورځې وړاندې د مصر په جومات د شوي ترهګر بريد په نتيجه كښې درې سوه څخه زيات كسان وژلې شوي وو۔ ددې پېښې څخه وروستو امريكائي اولس مشر خپل مصري همڅنګ عبد الفتاح السيسي سره ټېلېفوني خبرې كړې وې۔ مصر څخه وروستو به جېمز مېټس اردن ٬ پاكستان او كوېت ته ځي۔









