سوچی ۔ 02 دسمبر (اے پی پی) د شنګھائی تعاون تنظیم (اېس سی او) غړي هېوادونو ترمينځھ په دې سلا راغلې چې د تنظيم د پلېټ فارم څخه د سړك ٬ رېل او مواصلاتو نېټ وركس سوا كولو سره آسيائي هېوادونه به يو بل ته نزدې كولې شي۔ د سوئيلي آسيا ٬ منځنۍ آسيا او د اروپا خپلو كښې رابطو ته به لا وده وركولې شي۔ د اېس سي او …
د روسيه د غريئيزې سيمې سوچي ښار كښې د اېس سي او غړو هېوادونو حكومتي مشرانو غونډه د تنظيم د پلېټ فارم څخه د سړك ٬ رېل او مواصلاتو نېټ وركس سوا كولو سره آسيائي هېوادونه به يو بل ته نزدې كولې شي۔ د چين وزيراعظم لي كي چيانګ د شنګھائي تنظيم حكومتي مشرانو غونډې ته خطاب
سوچی ۔ 02 دسمبر (اے پی پی) د شنګھائی تعاون تنظیم (اېس سی او) غړي هېوادونو ترمينځھ په دې سلا راغلې چې د تنظيم د پلېټ فارم څخه د سړك ٬ رېل او مواصلاتو نېټ وركس سوا كولو سره آسيائي هېوادونه به يو بل ته نزدې كولې شي۔ د سوئيلي آسيا ٬ منځنۍ آسيا او د اروپا خپلو كښې رابطو ته به لا وده وركولې شي۔ د اېس سي او د غړو هېوادونو حكومتي مشرانو غونډه د روسيه د غريئيزې سيمې سوچي ښار كښې وشوه۔ د روسيه وزيراعظم دمتری مېدوف د فورم غونډې ته خپل خطاب كښې ووئيل مونږ له به سباؤن نظر كښې نيولو سره وړاندې تلل وي دغسې چې د سباؤن پرمختګ ٬ استحكام او اقتصادي پرمختګ سره د تنظيم غړي هېوادونه مستحكم كړې شي۔ سيمه بېلو معاشي مسئلو سره مخ ده۔ ده د غړو هېوادونو مسئلو ختمولو له د روسيه فېډرېش تجربو څخه د استفادې كولو وړاندېز وركړو او په دې لړ كښې ئې د هر ډول مرستې باور وركړو۔ده د نړيوالو اقتصادي مسئلو په رڼا كښې د اېس سي او غړو هېوادونو ترمينځھ د سړكونو ٬ بنيادي اډانې ٬ كركيلې ٬ توان او د غذائي تحفظ په څانګو كښې د مرستې لا زياتولو په حاجت زور راوړو۔ د چين وزيراعظم لي كي چيانګ خپل خطاب كښې ووئيل ترھګرۍ ختمول بايد د اېس سي او ټولو غړو هېوادونو بايد لومړۍ ترجيح وي۔ ده ووئيل يو بېلټ يو روډ سره به پاكستان د سوئيلي آسيا غړو هېوادونو له لوئے اقتصادي ماركيټ ثابت شي۔ ده ووئيل د اېس سي او غړي هېوادونه يو بل سره په تاريخي اړيكو تړلي دي بياهم ددوئي ترمينځه رابطې كمې دي۔ د قازقستان وزیراعظم ووئيل چې كوم هېوادونه سمندرونو ته رسنه نه لري هغوي بايد د چين يوې پټۍ يوې لارې نظريې بشپړه مرسته وكړي دغسې چې رابطې زياتې كړې شي۔ د کرغزستان وزیراعظم ووئيل د پاكستان او هند شاملېدو سره به د تنظيم دائره لا پراخا شي۔ ده د تنظيم غړو هېوادونو ترمينځھ زمكيزې رابطو كښې د زياتوالي كولو په حاجت هم زور راوړو۔ د اېس سی او غونډه كښې د بجټ ٬ مالياتي او انتظامي معاملو په اړه هم مهمې پرېكړې وكړې شوې۔ اېس سي او د معيشت ٬ تجارت ٬ توان ٬ شريكو رابطو او سماجي څانګه كښې د مرستې د ودې وركولو په حاجت هم زور راوړو۔









