بیجنګ۔ یکم دسمبر (اے پی پی) چين پاكستان سره د مهمې بنيادي اډانې منصوبې پېل كول غواړي۔ ددې خيالاتو څرګندونه د چين وزيراعظم لی کی چیانګ د روسيه ښار سوچي كښې پاكستاني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره ملاقات كښې وكړه۔ دواړو لارښودو د آزاد تجارتي زونز جوړولو په اړه هم خبرې اترې كړي۔ د جمعې په ورځ د چينائي ورځپاڼې "چائنه ډېلی" راپور ترمخه د چين وزيراعظم ووئيل دواړه هېوادونه …
چين پاكستان سره د مهمې بنيادي اډانې منصوبې پېل كول غواړي۔ دواړه هېوادونه د تېرو څلور كلونو څخه د سي پېك په شمول بېلو څانګو كښې يو بل سره پراخا مرسته كوي۔ چين د اېس اي او مشرانو غونډه كښې د غړي په حېث په اولني ځل د پاكستان ګډون كولو ته هركلې وائي۔ د چين وزيراعظم لي كي چيانګ پاكستان چين سره بېلو څانګو كښې د اعلی كچې تګ راتګ او بشپړه مرستې ته تيار دے۔ پاكستان به د كوآپرېټو منصوبو ساتنې له ګامونه پورته كوي۔ د چين په مشرتابه كښې د شنګھائي مرستې تنظيم د پرمختګ لا پړاؤنو څخه تېرېږي۔ وزیر اعظم شاهد خاقان عباسی

مزید خبریں
بیجنګ۔ یکم دسمبر (اے پی پی) چين پاكستان سره د مهمې بنيادي اډانې منصوبې پېل كول غواړي۔ ددې خيالاتو څرګندونه د چين وزيراعظم لی کی چیانګ د روسيه ښار سوچي كښې پاكستاني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره ملاقات كښې وكړه۔ دواړو لارښودو د آزاد تجارتي زونز جوړولو په اړه هم خبرې اترې كړي۔ د جمعې په ورځ د چينائي ورځپاڼې “چائنه ډېلی” راپور ترمخه د چين وزيراعظم ووئيل
دواړه هېوادونه د تېرو څلور كلونو څخه د سي پېك په شمول بېلو څانګو كښې يو بل سره پراخا مرسته كوي۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه د هېواد پېداواري استعداد په زياتېدو شريكې مرستې ته وده وركول غواړي۔ ملاقات كښې د آزاد تجارتي زونز په جوړولو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه چې ورسره به تجارتي توازن ته مرسته ترلاسه شي او د دواړو هېوادونو ترمينځھ كاروباري اړيكې به هم مستحكم شي۔ د چين وزيراعظم لي كي چيانګ د سوئيلي آسيا هېوادونو وګړو او كمپنيو ته وركړې شوي سېكورټي د خپل پاكستاني همڅنګ مننه وكړه۔ ده هيله ولرله چې د دواړو هېوادونو ترمينځھ په زړه پورې چاپېرچل كښې د اقتصادي مرستې ودې له به امنيت لا ټينګولې شي۔لي كي چيانګ ووئيل چين د اېس اي او مشرانو غونډه كښې د غړي په حېث په اولني ځل د پاكستان ګډون كولو ته هركلې وائي۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسی ووئيل پاكستان چين سره بېلو څانګو كښې د اعلی كچې تګ راتګ او بشپړه مرستې ته تيار دے۔ ده ووئيل پاكستان به د شريكې مرستې منصوبو ساتنې له ګامونه پورته كوي۔ ده ووئيل د چين په مشرتابه كښې د شنګھائي تعاون تنظيم د پرمختګ لا پړاونو څخه تېرېږي۔








