افغان صوبه جوزجان كښې به د داعش په ضد ډېر زر كاروائي كولې شي۔ امريكائي جنرال

کابل۔ 01 دسمبر (اے پی پی) افغانستان كښې د امريكائي ځواك مشر كمانډر جنرال جان نلكسن وئيلي چې جوزجان صوبه كښې د داعش كاروائۍ د امريكائي ځواك په نظر كښې دي۔ د ابلاغ نړيوالو ذريعو ترمخه خپل يو بيان كښې نكلسن وئيلي چې په دې صوبه كښې به ډېر زر عسكري كاروائي پېل كړې شي۔ افغانستان كښې د طالبانو يو منحرف کمانډر قاری حکمت داعش كښې د شاملېدو څخه وروستو د جوزجان په دوه ضلعو كښې ابتدائي كاميابۍ ترلاسه شوي۔ د قاری حکمت په مشرتابه كښې ځائي عسكريت خوښو د عامو زلمو د جبري بھرتۍ عمل هم پېل كړې۔