ترکیې د داعش په ضد جنګ كښی مهم کردار ترسره كړې، وزیر اعظم یلدرم

استنبول 29 نومبر (اے پی پی) د ترکیې وزیر اعظم بن علی یلدرم وئيلي د سوريې بحران په مهال ترکیې د سوريئې اولس هيلې تازه كړې او د داعش په ضد جنګ كښې ئې مهم كردار ترسره كړې۔ د ترکيې ذريعو له مخې د برتانیې سرکاری دورې په مهال انټرنېشنل ستراتيجكي سټډیز انسټی ټیوټ ته خطاب کښې ده ووئيل ترکیې د ترهه ګر تنظیم داعش 3600 کارمندان وژلې دي۔ د …

استنبول 29 نومبر (اے پی پی) د ترکیې وزیر اعظم بن علی یلدرم وئيلي د سوريې بحران په مهال ترکیې د سوريئې اولس هيلې تازه كړې او د داعش په ضد جنګ كښې ئې مهم كردار ترسره كړې۔ د ترکيې ذريعو له مخې د برتانیې سرکاری دورې په مهال انټرنېشنل ستراتيجكي سټډیز انسټی ټیوټ ته خطاب کښې ده ووئيل ترکیې د ترهه ګر تنظیم داعش 3600 کارمندان وژلې دي۔ د ترکيې وزیراعظم ووئيل ترهه ګر تنظیمونه هېواد كښې د اختیارات خلاء څخه بشپړه ګټه پورته كوي۔په داسې حالاتو كښې ترکیه خاموش نه شي پاتې كيدې۔ بن علی یلدرم ووئيل د سوريې بحران حل له د ترکی، روس او ایران لخوا پيل كړې شوې سلسله يو مهم پړاؤ ته رسيدلې۔ د داعش په ضد جنګ كښې مهمې کامیابۍ ترلاسه كړې شوي۔