کراکس 30 جولائي (اے پي پي) وېنزوېلا د اوو هېوادونو څخه خپل سفيران بېرته رابللې دي۔ د تاس له مخې د وېنزوېلا خارجه وزارت لخوا په جاري بيان كښې وئيلي شوي چې مونږ ارجنټائن، ډومينيکن ريپبلک، کوسټا ريکا، پاناما، پيرو، يوراګوئے او چلي څخه خپل سفران بېرته رابللي چا چې د وېنزوېلا صدر نکولس مادورو د بيا ټاكلې كېدو تسليمولو نه انكار كړے۔ په بيان كښې وئيلي شوي د خپل …
وېنزوېلا د اوو هېوادونو څخه خپل سفيران بېرته راوبلل
کراکس 30 جولائي (اے پي پي) وېنزوېلا د اوو هېوادونو څخه خپل سفيران بېرته رابللې دي۔ د تاس له مخې د وېنزوېلا خارجه وزارت لخوا په جاري بيان كښې وئيلي شوي چې مونږ ارجنټائن، ډومينيکن ريپبلک، کوسټا ريکا، پاناما، پيرو، يوراګوئے او چلي څخه خپل سفران بېرته رابللي چا چې د وېنزوېلا صدر نکولس مادورو د بيا ټاكلې كېدو تسليمولو نه انكار كړے۔ په بيان كښې وئيلي شوي د خپل سفارتي مشن ټول غړي د يو ناوړه نظريې لرلو په سبب بېرته د رابللو پرېكړه شوې ٬ كومه چې په خپلواكۍ بريد دے۔ خارجه وزارت د وينزويلا د صدارتي انتخابات په اړه د دې هېوادونو بيانونه د هېواد په كورنۍ معامله كښې مداخلت ګرځولے۔ بيان كښې زياته كړې شوې چه د وينزويلا حکومت د خپلواكۍ حق تحفظ ضمانت لپاره د سياسي او قانوني اقدامات حق محفوظ لري۔ په وينزويلا كښې د جولائي په 28مه نيټه انتخابات شوي٬ د نېشنل الېكټورل كونسل له مخې٬ د اتيا فيصده ووټونو شمېرو سره موجوده مشر مادورو ته 51.2 فصيده ووټونه ترلاسه شوي او د ده حريف ايډمنډو ګونزاليز،ته 44.2 فيصد ووټونه ترلاسه شوي دي۔











