قرضې د 350 كهرب ډالرو رېكارډ كچې نه په زياتېدو هم امرېكا په يوكرېن جنګ لويه پیسه ضائع كوي٬ د روسيه سفير

واشنګټن۔30 جولائي (اے پي پي) په امرېكا كښې د روس سفير انا تولي انتونوف وئېلې دي يو پلو د امرېكائي حكومت اغستې پورونه په وړومبي ځل د 350 كهرب ډالرو رېكارډ كچې نه اوړېدلې دي او بل پلو هغه په يو كرېن جنګ لويه پیسه ضائع كوي۔ د تاس تر مخه د امرېكې د اړخه يوكرېن له نور 20 كروړه ډالره د پوځي امداد اعلانولو نه پس جاري بيان كښې …

واشنګټن۔30 جولائي (اے پي پي) په امرېكا كښې د روس سفير انا تولي انتونوف وئېلې دي يو پلو د امرېكائي حكومت اغستې پورونه په وړومبي ځل د 350 كهرب ډالرو رېكارډ كچې نه اوړېدلې دي او بل پلو هغه په يو كرېن جنګ لويه پیسه ضائع كوي۔ د تاس تر مخه د امرېكې د اړخه يوكرېن له نور 20 كروړه ډالره د پوځي امداد اعلانولو نه پس جاري بيان كښې د روسيې سفير ووئېل د امرېكې حكومت په يوكرېن كښې چې كومه پیسه ضائع كوي كه دا سوله ايزو مقاصدو ٬ ترقياتي اهداف سر كولو او امرېكا كښې د ګڼو سماجي او اقتصادي مسائلو حل كولو په هلو ځلو خرڅ كړې شوې وه نو ډېره به ښه وه۔ د روسيې سفير ووئېل امرېكائي چارواكي د يوكرېن جنګ پالسۍ په اړه په بشپړه توګه په ماضي كښې نخښتې دي ۔ د دوي سوچ اوس هم دا دے چې دوي د 1991 پولو تر مخه يوكرېن بيا قائمولې شي د كوم چې اوس هيڅ اميد نشته۔ د روسي سفير ووئېل يوكرېن ته د امرېكې وسلې وركړه د جنګ مېدان صورتحال نشي بدلولې ٬ هغه يوازې جنګ له دوام وركولې شي چې ورسره عامو وګرو او د پوځيانو مرګونه زياتېدې شي خو خپل مفادات د هېوادونو او اولس د مفادات نه بالا ساتوونكې د امرېكې وسلې جوړونكې د دې هيڅ پروا نه لري۔