نكوسيا۔30 جولائي (اے پي پي) قبرص وئېلې دي كه په لبنان كښې د اسرائيل او حزب الله تر مينځه تاؤ تريخوالے زياتېږي نو مونږ د مينځني شرق نه د خلقو وتلو لپاره مرستې كولو له چمتو يو ۔ د العربيه تر مخه دا خبره د قبرص خارجه وزير كانسټين ټېنوز كومبوس بخپل يو بيان كښې وكړه ۔ هغه ووئېل د قبرص چارواكې د تېر اكتوبر نه د وګرو ممكنه انخلا …
د اسرائيل حزب الله سره تاؤ تريخوالے ٬ د ضرورت په وخت د وګرو ويستلو په اړه مرستې لپاره چمتو يو ٬ قبرص
نكوسيا۔30 جولائي (اے پي پي) قبرص وئېلې دي كه په لبنان كښې د اسرائيل او حزب الله تر مينځه تاؤ تريخوالے زياتېږي نو مونږ د مينځني شرق نه د خلقو وتلو لپاره مرستې كولو له چمتو يو ۔ د العربيه تر مخه دا خبره د قبرص خارجه وزير كانسټين ټېنوز كومبوس بخپل يو بيان كښې وكړه ۔ هغه ووئېل د قبرص چارواكې د تېر اكتوبر نه د وګرو ممكنه انخلا لپاره د ناڅاپي غبرګون طريقه كار جوړ كړے ٬ په منطقه كښې د كومې هم جنګ ځپلې سيمې نه د وګرو روانېدو له د اسانۍ وركولو لپاره د حفاظتي پل په توګه به خپل كار دوامداره ساتو۔











